'محمد بن سلمان د خاشقجي په وژنه کې هېڅ لاس نه لري'

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشرډونلډ ترمپ وایي، د څارګرې ادارې سي ای اې له مشرتابه سره به د هغه رپوټ په اړه وغږېږي چې وايي، سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي د وژلو امر کړی و.

د امریکا د رسنیو دخبرونو له مخې دا ارزونه د ولیعهد د ورور خالد د هغو خبرو پر بنسټ شوې چې رسنیو ته یې ویلي و چې که خبریال سعودي کونسلګرۍ ته ولاړ شي خوندي به وي.

بل لورته سعودي عرب هغه ادعا رد کړې، چې د امریکا څارګرې ادارې سي ای اې ته منسوبېږي او پکې ویل شوي چې د سعودي خبریال جمال خاشقجي وژنې امر سعودي ولیعهد محمد بن سلمان کړی و.

د امریکايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د دې یو څرک د ولیعهد محمد بن سلمان د ورور شهزاده خالد او جمال خاشقجي تر منځ خبرو کې شته.

ویل کېږي نوموړي د ولیعهد په وینا جمال خاشقجي ته ویلي و، چې استانبول کې سعودي کونسلګرۍ ته لاړ شي او وروسته هلته نوموړی ووژل شو.

شهزاده خالد له داسې کومو خبرو انکار کړی او سعودي چارواکي وايي، د سي ای اې دغه مفهوم اخیستنه ناسمه ده.

دوی ټینګار کوي، چې سعودي ولیعهد په دغه وژنه کې هېڅ ډول لاس نه لري.

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي و، سي ای اې د جمال خاشقجي له وژل کېدو مخکې او وروسته د محمد بن سلمان او دغه راز له وژنې وروسته سعودي کونسلګرۍ کې د دغه هېواد د استخباراتي مامورینو ټیلیفوني خبرې اورېدلې او دغه مفهوم یې ترې اخیستی دی.

بل خوا د مسلمانانو په سپېڅلو ښارونو مکه مکرمه او مدینه منوره کې د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي د جنازې غیابي لمونځ وشو.

سي ای کې ویلي، د مخالف خبریال جمال خاشقجي د وژلو لارښوونه سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ته راجع کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، په دې ارزونې سره د سعودي حکومت هغه مخکنی ټینګار بې ارزښته کېږي چې ګني دغه وژنه د څو خپلسرو چارواکو کار و.

دی د تېرې اکتوبر لومړیو کې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه وژل شوی چې انقره یې پړه د سعودي پر لوړپوړو چارواکو اچوي.

تر اوسه د جمال خاشقجي مړی نه دي موندل شوی، خو د سعودي او ترکي چارواکو په وینا، قاتلانو د هغه مړی ټوټه ټوټه کړی او د کونسلګرۍ له ودانۍ یې بهر کړی دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وړاندې لیکلي وو، سي ای اې د ولیعهد له ورور او د جمال خاشقجي او نورو تیلیفوني اړیکو پربنسټ دې پایلې ته رسېدلې چې ددغه خبریال وژنه د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له اجازې پرته ممکنه نه وه.

"ټیلیفوني اړیکې"

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د سي ای اې د یوه باخبره سرچینې له خولې وايي، سي ای کې واشنګټن کې له سعودي سفیر سره، چې د ولیعهد محمد بن سلمان ورور دی، اړیکه نیولې.

په واشنګټن کې د سعودي عربستان د سفارت ویاندې فاطمې باعشن ویلي، امریکا کې د سعودي سفیر هېڅ ترکیې ته د خاشقجي د سفر په اړه هېڅ خبرې نه دي کړې.

شهزاده خالد بن سلمان هم د جمعې پهورځ پر ټویټر لیکلي وو، له جمال خاشقجي سره یې وروستۍ تیلیفوني اړیکه د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر پر ۲۶مه نیولې وه.

امریکا کې د سعودي سفیر د امریکا له حکومته غوښتي چې په دې اړه خپل اسناد خپاره کړي، ځکه چې په وینا یې "هېڅکله یې له خاشقجي سره اړیکه نه ده نیولې او هغه ته یې ترکیې ته د سفر کولو هېڅ وړاندیز نه دی کړی."