تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زلمی خلیلزاد: د افغانانو برخلیک دې بهرنیان نه ټاکي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد روس چارواکو ته ویلي چې افغانان دې خپل برخلیک د بهرنیانو د تپلو پرځای پخپل لاس وټاکي.
په مسکو کې د امریکا سفارت په یوه وینا کې ویلي، ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې په مسکو کې له جګپوړو روس ډيپلوماتانو سره په خبرو کې کړې دي.
روسي سرچینې وایي، ښاغلی خلیلزاد په افغان سوله کې د مسکو او واشنګټن د ګډې همکارۍ پر شونتیا هم غږېدلی دی.
د امریکا ځانګړی استازی سیمې ته د دوه اونیز سفر په ترڅ کې وړمه ورځ - پنجشنبه له کابل نه مسکو ته رسېدلی دی.
له مسکوه د لیدنې پرمهال زلمي خلیلزاد روسیې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر ایګور ماګولوف او د روسیې په بهرنیو چارو وزارت کې د آسیا د څانګې له مشر زمیر کابلوف سره کتلې او په افغانستان کې یې د یوې پراخ بنسټې سولې په اړه خبرې کړې دي.
په روسیه کې د امریکا سفارت دغه راز وايي د امریکا استازي ټینګار پر دې و چې د افغانستان روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې هوارېدای شي، خو ښاغلي خلیلزاد روسي لوري ته دا هم په ډاګه ویلي چې افغانان باید پرېښودل شي خپل راتلونکی په خپله وټاکي نه دا چې له بهره پرې د حل یوه لار وتپل شي.
افغان روغه جوړه د امریکا او روس په ګټه ده
د امریکا سفارت په خپله ویناپاڼه کې وايي، د افغانستان له روغې جوړې دواړه امریکا او هم روسیې ته ګټه رسېږي ترهګري به ختمه شي او د نشه یي توکو ګواښ به هم له منځه ولاړ شي.
دغه راز په موسکو کې د امریکا سفارت په خپله ټویټرپاڼه لیکي دواړه لوریو هوکړه وکړه چې یوه پراخ بنسټه سیاسي هوډ ته اړتیا ده او افغانستان باید بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي.
بل خوا روسي رسنیو د ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله رپوټ ورکړی چې له روسي چارواکو سره د ښاغلي خلیلزاد په کتنو کې پر دې خبرې وشوې چې څنګه کېدای شي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.
زلمي خلیلزاد يوې روسۍ رسنۍ سره خبرو له پرنیو غونډو خوښې ښودلې ده او ویلي یې دي پرون ښه ورځ وه.
په افغانستان کې د سولې او سیاسي روغې جوړې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي دا درېیم سفر دی چې سیمې ته یې ترسره کوي.
دا ځل یې د سفر موده اوږده ده او د اتو هېوادونو له چارواکو سره لیده کاته کوي. دی ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم ، متحده عربي امارات او قطر ته ځي.
زلمي خلیزاد سفر له پاکستانه پيل کړ او هلته ورسره ژمنه وشوه چې د افغان سولې په برخه کې به مرسته کوي. بیا افغانستان ته راغی او له هغه ځایه مسکو ته.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي ځانګړی استازی خلیلزاد به له افغان ولسمشر او په افغانستان کې له نورو اړوند خواوو سره له نژدې په اړیکه کې وي او د حکومت، نورو افغانانو او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل چارې به له افغان دولت سره د نژدې همکارۍ په رڼا کې همغږي کوي.