خلیلزاد: طالبان مني چې د جګړې له لارې نشي بریالي کېدلی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، طالبان په دې پوهېږي چې د جګړې له لارې په افغانستان کې نشي بریالي کېدلی او غواړي چې له سیاسي لارې دا موضوع حل کړي.

نوموړي د یکشبنې پر ورځ په کابل کې د امریکا په سفارت کې راټولو شویو خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو په ګډون له ټولو ښکېلو غاړو سره په خبرو بوخت دی، خو تر اوسه په دې لړ کې د کوم مهم پرمختګ اعلان نشي کولای.

نوموړي وویل، له ټولو ښکېلو غاړو سره تر خبرو وروسته داسې نه ښکاري چې کوم لوری دې له خپل دریځ نه واوړي، خو دی ډاډه دی چې په افغانستان کې سولې ته هیله شته.

هغه زیاته کړه، افغان حکومت باید یوه داسې با صلاحیته اداره رامنځته کړي چې د سولې په خبرو کې د ټولو افغانانو استازیتوت وکړای شي.

د ښاغلي خلیلزاد په وینا، طالبانو وار د مخه د سولې خبرو لپاره نوي استازي ټاکلي دي.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، "د سولې مشورتي بورډ" په نامه جوړېدونکی بنسټ به د افغانستان د سولې د عالي شورا سره موازي نه وي.

نوموړي دا څرګندونې د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د سولې د عالي شورا له یو شمېر غړو سره په کتنه کې وکړې.

افغان ولسمشر له تېرو څو ورځو راهیسې د سولې د خبرو په تړاو د هېواد له یو شمېر سیاسي مشرانو او شوراګانو سره لیدنې کتنې پیل کړې دي.

خو بل لور ته د سولې د عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابي له یو شمېر رسنیو سره خبرو کې ویلي، د سولې د مشورتي بورډ د جوړېدو په اړه د سولې له عالي شورا سره سلا مشوره نه وه شوې.

نوموړې هیله ښودلې چې د دې بورډ جوړېدل به د سولې د عالي شورا د منزوي کولو په مانا نه وي.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دا نوی جوړېدونکی بنسټ به یوازې د سولې عالي شورا او افغان حکومت ته سلا مشوره ورکوي.

هغه زیاته کړه چې د سولې مشورتي بورډ کوم اجرائیوي واک یا امتیاز نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی وټاکه.

نوموړي په تېره یوه میاشت کې دوه ځله په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره وکتل، او په دې لړ کې یې کابل او اسلام اباد ته هم سفرونه کړي.

خو د دې لیدنو کتنو په پایله کې تر دې دمه د افغانستان د سولې په برخه کې کوم مهم پرمختګ نه دی شوی.