تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"امریکا ښايي د راتلونکو افغان ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو غوښتنه وکړي"
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه وايي امريکا په دې غور کوي چې له افغان حکومت د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د ځنډولو غوښتنه وکړي.
ورځپاڼې دا خبره د هغو سرچينو په وينا کړې چې د دغې موضوع په تړاو د شويو سلا مشورو په اړه ورته مالومات ورکړل شوي دي.
ورځپاڼه له طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې د امريکا هلو ځلو ته په اشاره وايي د دغه راز يوه گام شونتيا او ځينې نور غوراوي چې امريکايي چارواکي يې په تړاو غور کوي د افغان جگړې سياسي حل لپاره د ولسمشر ټرمپ د ادارې د جديت نښې نښانې په گوته کوي.
ورځپاڼه د دغو سرچينو په وينا وايي زلمي خليلزاد له ښکېلو غاړو او منځگړو سره د خبرو پر مهال د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډولو خبره راپورته کړې چې ښايي ناندرييز گام هم وي، خو د ښاغلي خليلزاد دفتر د خپلو فعاليتونو په تړاو له څرگندونو ډډه کړې.
د سولې خبرې
والسټریټ ژورنال وايي د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدا د وړانديز هرکلى په کابل کې ډېر سوړ و.
ورځپاڼه زیاتوي، ولسمشر غني ښايي دا وړانديز و نه مني او په دې تړاو يې د افغان ولسمشر د وياند هارون چخانسوري خبرې راخيستې چې وايي ولسواک بهير کې دوام اړين دى او د افغانانو له خوښې پرته چې په اساسي قانون کې رانغاړل شوی بل هر راز وړانديز د منلو نه دى.
ورځپاڼه وايي د ولسمشريزو ټاکنو د احتمالي ځنډ توجيه له طالبانو سره د سولې خبرې دي.
د ورځپاڼې په وينا ځينې امريکايي چارواکي ډارېږي چې له افغان ټاکنو سره په پرله پسې ډول مله ټگي برگي او اوږده سياسي ترينگلتيا د سولې هغه بهير شنډولی شي چې ښاغلى خليلزاد يې په پيلولو توانېدلى.
د بديل په توگه په دې هم خبرې کېږي چې ټاکنې ترسره شي خو بل بديل د لويې جرگې له لارې د يوه منځمهالي حکومت جوړول دي او چارې به تر هغه پرمخ وړي چې په جگړه کې ښکېلې غاړې د جگړې ختمولو لپاره يو پلان جوړ کړي.
له طالبانو سره بیا لیدل
ورځپاڼه وايي ټاکل شوې زلمى خليلزاد له طالبانو سره د خبرو لپاره بيا قطر او دوبۍ ته سفرونه وکړي.
نوموړی د نومبر له اتمې تر شلمې د سیمې سفر لري. تېرو څو ورځو کې نوموړي کابل کې پر افغان ولسمشر سربېره له نورو مهمو چارواکو سره ولیدل.
دا د افغان سولې په تړاو د نوموړي دویم سفر دی.
د زلمي خلیلزاد له لومړي سفر وروسته پاکستان د طالبانو پخوانی مهم مشر ملا برادر اخوند له بند خوشی کړ.
ملا برادر د طالبانو د پخواني مشر- ملا عمر اخوند- مرستیال او نږدې اته کاله د پاکستان په بند کې و او خوشي کولو یې د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد رول نور هم مهم کړ.
د ښاغلي خلیلزاد د دویم سفر پر مهال دغه هېواد د طالبانو یو بل مشر ملا صمد ثاني او یو بل طالب له بند خوشي کړي دي.
سیمي ته د زلمي خلیلزاد سفر په داسې مهال دی چې د وسلوالو طالبانو د قطر استازو تېره جمعه د مسکو غونډه کې ګډون وکړ.
له بلې خوا روسۍ رسنۍ وايي، زلمی خلیلزاد به راتلونکې ډیسمبر مسکو ته هم لاړ شي.
د کابل او واشنګټن بشپړ تفاهم
واشنگټن ټايمز ورځپاڼې د افغان سولې په تړاو خپاره کړي يوه مطلب کې ليکلي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په تړاو د امريکا او کابل ترمنځ بشپړ تفاهم شته.
ورځپاڼې د امريکا يوه څېړنيز بنسټ ته د افغان ولسمشر وينا ته اشاره کړې چې وايي ټولې جگړې بايد له سياسي لارې هوارې شي.
ولسمشر غني- چې د جان هاپکېنز لوړو نړيوالو مطالعاتو ښوونځي ته د ويډيو لينک له لارې وينا کوله- ويلي د سولې خبرې به بالاخره کابل له طالبانو سره کوي نه واشنگټن.
ښاغلي غني ويلي د امريکا ښکېلتيا د دې لپاره ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د شونتيا ډاډ ترلاسه شي.
ولسمشر غني ويلي له تېرو دوو مياشتو راهيسې چې پاکستان کې نوى حکومت واک ته رسېدلى افغانستان کې د پاکستان مېشتو اورپکو بريدونو زور اخيستى. افغان ولسمشر زياته کړې چې د عمران خان حکومت د اورپکو د بريدونو په مخنيوي کې بېړه نه ده ښوولې.
پاکستان ويلي امريکا او افغانستان د افغان امنيتي ځواکونو د کمزورتيا د پټولو لپاره پاکستان د قربانۍ گډورى جوړ کړى.