ارګ: خلیلزاد د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډ‌‌‌‌‌‌ولو غوښتنه نه ده کړې

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډ‌‌‌‌‌ولو غوښتنه کړې.

د افغان ولسمشر ستر سلاکار فضل محمود فضلي بي بي سي ته وویل، کابل ته د ښاغلي خلیلزاد وروستي سفر او له افغان چارواکو سره د کتنو پر مهال د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو هېڅ یادونه نه ده شوې.

د افغان ولسمشر ستر سلاکار فضل محمود فضلي پر خپله ټوېټر پاڼه هم لیکلي، افغان حکومت د دې ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی:

نوموړي لیکلي افغانستان یو جمهوري هېواد دی:

"دلته د اساسي قانونو له مخې واک لېږدول کېږي. موږ ته بل هېڅ هغه وړاندیز د منلو نه دی چې د افغانستان له اساسي قانونو سره ټکر کې وي".

امریکا ولې ټاکنې ځنډول غواړي

د افغان چارواکو دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې تېره ورځ لیکلي وو چې د امریکا حکومت ښایي په افغانستان کې د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره له افغان حکومت وغواړي چې د راتلونکي کال ولسمشرۍ ټاکنې وځنډ‌‌‌‌وي.

ورځپاڼې د ځينو سرچینو له خولې لیکلي چې ښاغلي خلیلزاد د امریکایي حکومت دا وړاندیز له افغان چارواکو سره شریک کړی.

د ورځپاڼې په وينا ځينې امريکايي چارواکي ډارېږي چې له افغان ټاکنو سره په پرله پسې ډول مله ټگي برگي او اوږده سياسي ترينگلتيا د سولي هغه بهير شنډولی شي چې ښاغلى خليلزاد يې په پيلولو توانېدلى.

خو پر فضل محمود فضلي سربېره د افغان ولسمشر وياند هارون چخانسوري هم له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې ولسواک بهير کې دوام اړين دى:

"افغان حکومت د اساسي قانون د غوښتنې له مخې او د ټاکنو کمېسون له خوا اعلان شوې نېټې له مخې ولسمشرۍ ټاکنو ته ژمن دی".

اشرف غني: بیا نوماندېږم

دا پرمختیا په داسې مهال ده چې افغان ولسمشر د نومبر په دویمه له بلومبرګ رسنۍ سره خبرو کې وویل، راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماندوي چې د دې دورې کارونه بشپړ کړي.

که څه هم نوموړي دا نه دي ویلي چې د کومو کارونو بشپړولو لپاره ځان نوماندوي، خو لوی سلاکار یې ډاکټر فضل محمود فضلي بي بي سي ته وویل:

"ولسمشر د راتلونکو ټاکنو بیا کاندید دی او دلیل یې هغه کارونه دي چې ده یې بنسټ اېښی دی، هغه که اقتصادي مسلې دي، د سولې پروسه ده یا د ښې حکومتوالۍ او بېخ بناوو په هکله دي، نو غواړي چې بله دوره کې یې بشپړ کړي".

له بلې خوا تراوسه د ولسمشر غني مخالف لوری دې ټاکنو ته د نوماند په غوره کولو سلا شوی نه دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په پام کې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو نوملیکنه د لیندۍ پر ۲۴مه پیل او ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې پر ۳۱مه وشي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون عملیاتي مرستیالې وسیمه بادغیسي وویل،‌ د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو نوملیکنه به د مرغومې تر نهمې پورې د ۱۵ ورځو لپاره روانه وي.