امریکا د ایران د لکونو ډالرو تیل 'نیولي دي'

د امریکا په خبره، داسې يې ځکه کړي چې د تېلو دا وړ لېږدول د دې هېواد له لوري له وضع شویو بندیزونو سرغړونه ده.

د عکس سرچینه، US JUSTICE DEPARTMENT

د عکس تشریح، د امریکا په خبره، داسې يې ځکه کړي چې د تېلو دا وړ لېږدول د دې هېواد له لوري له وضع شویو بندیزونو سرغړونه ده.

امریکا د ایران هغه څلور سمندري بېړۍ نېولې دي چې د لاتيني امریکا هېواد وینزویلا ته يې ایراني تېل لېږدول. دا د خپل ډول تر ټولو لویه پېښه ده.

د امریکا عدليې وزارت ویلي چې په دې ترڅ کې يې د تېلو شاوخوا ۱۱ لکه بېلرونه قبضه کړي دي.

د امریکا په خبره، داسې يې ځکه کړي چې د تېلو دا وړ لېږدول د دې هېواد له لوري له وضع شویو بندیزونو سرغړونه ده.

هاخوا په وينزویلا کې د ایران سفیر بیا ویلي چې نه دغه بېړۍ او نه يې هم څښتنان د ایران دي.

تېره میاشت يوې امريکايۍ محکمې ته غوښتنلیک سپارل شوی و چې ورسته يې د تېلو لېږدوونکو ټانکرونو یا بېړيو د نیولو امر وکړ.

د جمعې په ورځ (۲۴ زمری/ ۱۴ اګست) د امریکا عدليې وزارت وویل چې، 'دوی په بریالیتوب سره د ایران د سپاه پاسداران د لکونو ډالرو تېل قبضه کړي دي'.

دغه وزارت که څه هم دا نه دي په ډاګه کړي چې دغه عملیات کله او چېرې شوي خو ویلي يې دي چې، 'نیول شوي څه اوس د امریکا دي'.

د ایران انقلاب ساتوونکی ځواک یا سپاه پاسداران د دغه هېواد د پوځ هغه برخه ده چې امریکا يې ترهګره ډله بولي.

د امریکا د عدليې وزارت په خبره، تر دغو عملیاتو وروسته ایراني سمندري ځواک د یوې بيخې بېلې بېړۍ د نيولو هڅه وکړه چې ظاهراً يې د نیول شویو تېلو د خلاصون نیت درلود.

یوه مشر امریکايي چارواکي اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې په عملیاتو کې هيڅ کوم سرتېری هم نه و ښکېل او په خبره يې، بېړۍ نه بلکې پرې بار شوي تېل نيول شوي دي.

د دغه چارواکي په خبره، امریکا د سمندري بېړۍ څښتنان، بیمه کوونکي او جالاوانان دې ته اړ کړل چې پر بېړيو بار سامان امریکا ته وسپاري.

مالومه نه ده چې دغه درې بېړۍ اوس چېرې دي؟

تېرکال په جون میاشت کې هم د امریکا او ایران تر منځ له جنجالونو وروسته په هرمز تنګي کې د تېلو دوو بېړيو کې چاودنې شوې وې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېرکال په جون میاشت کې هم د امریکا او ایران تر منځ له جنجالونو وروسته په هرمز تنګي کې د تېلو دوو بېړيو کې چاودنې شوې وې

په وينزویلا کې د ایران سفیر حجت سلطاني دا هر څه دروغ بللي دي.

هغه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، 'دا یو بل دروغ او د رواني جګړې یوه بله وسیله ده چې د امریکا د پروپاګند ماشين يې خپروي'.

د ایران او امریکا تر منځ دغه ناندارۍ له هغه وروسته زیاتې شوې دي چې په ۲۰۱۸ کې امریکا له ایران سره شوي اټومي تړون نه ووتله.

امریکا د تېلو توليد د درولو په موخه پر ایران او وينزویلا دواړو هېوادونو بندیزونه لګولي دي.

امریکا غواړي د وينزويلا ولسمشر نېکولاس مادورو واک پرېږدي او همدا راز د ایراني واکدارانو د دريځ بدل شي.

تېرکال په جون میاشت کې هم د امریکا او ایران تر منځ له جنجالونو وروسته په هرمز تنګي کې د تېلو دوو بېړيو کې چاودنې شوې وې چې امریکا يې پړه پر ایران اچولې وه خو ایران د امریکا هغه تورونه رد کړي وو.

هماغه میاشت ایران د امریکا یوه بې پېلوټه الوتکه هم رانسکوره کړې وه.