اشرف غني: موږ روغتونونه جوړوو، ترهګر یې ورانوي

اشرف غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، اشرف غني بېګا ناوخته د وسلوالو له خوا په نښه شوي روغتون ته لاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني بېګا ناوخته(چارشنبه) د کابل دشت برچي کې هغه روغتون ته لاړ، چې د سې شنبې په ورځ پرې وسلوالو برید کړی و.

نوموړي د روغتون د لیدلو پر مهال وویل، کله چې د ملت پر یوه برخه برید کېږي دی همغه برخه پورې تړل کېږي او زیاته یې کړه: "نن زه هزاره یم او شیعه یم".

د سې شنبې په ورځ د دغه سل بستریز روغتون پر زېږنتون په برید کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي، ډېری قربانیان یې هغه میندې دي چې د زېږون لپاره ورغلې وې او یا یي زېږون کړی و.

دا روغتون هزاره او شیعه مېشته سیمه کې دی او ډېری مراجعان یې هم هزاره دي.

اشرف غني دغه لیدنه کې وویل: "افغان ملت واحد ملت دی او یو افغان له بل افغان برتر یا کمتر نه دی. که دوی فکر کوي چې موږ وېشلی شي، له یو بل سره مو بې اتفاقه او د یو بل مقابل کې مو درولی شي، نو دا خام فکر به ګور ته ور سره یوسي".

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د پېښې ډېری قربانیان هغه مېرمنې دي چې د زېږون لپاره روغتون ته تللې وې.

له دې مخکې د افغانستان روغتیا وزارت ویلي و چې په برید کې د روغتون ځینې برخې ورانې شوې، خو اشرف غني د ولسمشرۍ عملیاتي څانګې ته سپارښتنه وکړه چې ژر تر ژره دا روغتون ورغوي او له روغتیا وزارت یې هم وغوښتل چې د زېږنتون وسایلو ته یې لومړیتوب ور کړي.

ولسمشر غني اتاترک روغتون ته هم لاړ چې د په نښه شوي روغتون ژغورلي ماشومان ور وړل شوي او پکې ساتل کېږي.

د اتاترک روغتون مشر ډاکټر حسن کامل بي بي سي ته وویل، د پېښې په ورځ هغه ۱۹ ماشومان له په نښه شوي زېږنتون ور وړل شوي چې میندې یې وژل شوې یا ټپي شوې دي.

د هغه په خبره، د چارشنبې په ورځ کورنیو ۱۱ ماشومان وپېژندل او ور وسپارل شول.

هغه زیاته کړه، چې دې روغتون کې اته نوزېږ پاتې دي او تمه لري چې نن یې کورنۍ وپېژني او ور کړل شي.

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، په نښه شوي روغتون کې د وژل شویو یا ټپي میندو بچیان په اتاترک روغتون کې ساتل کېږي.

ولسمشر غني خپلو خبرو د حکومت او وسلوالو توپیر دا وباله چې د ده په خبره، حکومت پر ماشومانو د هېواد د راتلونکي لپاره پانګونه کوي، "خو ترهګر زموږ ماشومان او خویندې په نښه کوي او زموږ جوړ کړي روغتونونه ورانوي".

ولسمشر غني خپل هغه امر هم یاد کړ چې پکې یې له افغان ځواکونو د دفاعي حالت په ځای د یرغلیز حالت غوره کولو غوښتنه کړې او زیاته یې کړه: "پر روغتون برید د اسلام سپېڅلي دین د اصولو خلاف دی. د دوی وحشت، جنایت، سرکشي او لار ورکي یا ګمراهي ښيي او د نه بښلو دی".

نوموړي له افغان ځواکونو مننه وکړه چې د پېښې په ورځ یې چټک ګام پورته کولو سره د ډېرې مرګ ژوبلې مخه نیولې ده.