چین کې د کورونا وېروس د نوې څپې په اړه اندېښنې

د عکس سرچینه، Reuters
د چین شمال ختیځ کې د کورونا وېروس نوې څپې په هکله اندېښنې پیدا شوې او پکې شولان ښار تر ټولو ډېر خطر کې بلل شوی، هغه هم په داسې مهال چې دغه هېواد کې په کورونا وېروس د نویو اخته کسانو شمېر ټیټ دی.
د دوشنبې ورځې مالومات ښيي چې دغه هېواد کې تېره ورځ ۱۷ کسانو په کورونا اخته شوي چې ۷ پکې له بهر ورغلي دي.
په نویو پېښو کې پنځه په ووهان ښار کې دي او دا د مارچ له ۱۱ راهیسې په دغه ښار کې په یوه ورځ په کورونا د اخته کسانو تر ټولو ډېره لویه شمېره ده.
ووهان کې اول ځل کورونا وېروس پیدا او بیا چین او نورې نړۍ ته خپور شو.
د رسمي شمېرو له مخې چین کې تر اوسه نږدې ۸۳ زره کسان په کورونا اخته شوي او څلور زره ۶۳۳ ترې مړه شوي دي.
جرمني کې د بندیزونو نرمښت تاوان کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني حکومت رسمي شمېرې ښیي چې په دې هېواد کې د بندیزونو له نرمولو یوازې څو ورځې وروسته د کورونا وېروس مثبتې پېښې یو ځل بیا ډېرې شوې دي. د مثبتو پېښو له پلوه جرمني په نړۍ کې اووم ځای لري.
د رابرټ کوچ انسټیټیوټ وایي، په دې هېواد کې اوس د کورونا وېروس (R) شمېره یو ځل بیا له ۱ نه پورته شوې ده او ۱.۱ (یو اعشاریه یو) ته رسېدلې ده.
دا په دې مانا ده چې په کورونا وېروس اخته هر لس کسان کولی شي چې ۱۱ نور کسان هم په دې وېروس اخته کړي.
دا شمېره همدا راز څرګندوي چې په جرمني کې د کووېډ-۱۹ ناروغان شمېر یو ځل بیا په ډېرېدو دی.
دا رپوټ په داسې حال کې خپرېږي چې د شنبې پر ورځ زرګونو جرمنیانو په بشپړ توګه د بندیزونو ختمولو غوښتنه وکړه.
صدر اعظمې انګلا مرکل تېره چارشنبه د ټولو ۱۶ ایالتونو له چارواکو سره تر خبرو وروسته د بندیزونو نرمولو اعلان کړی و.
اوسمهال جرمني کې ټول دوکانونه بېرته پرانیستل شوي، ماشومان په تدریجي ډول ښوونځیو ته ستنېږي او ټاکل شوې ده چې د دې هېواد د فوټبال غوره لیګ سیالیۍ هم راتلونکې اوونۍ بېرته پیل شي.
د یکشنبې ورځې د وروستیو شمېرو له مخې په دې هېواد کې ټولټال ۱۶۹۲۱۸ کلان په کورونا وېروس اخته دي، او تر دې دمه ۷۳۹۵ کسان ترې مړه شوي دي.
پاکستان کې هم بندیزونه نرمېږي:

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران له اعلان سره سم ټاکل شوې ده چې د دوشنبې له ورځې په دې هېواد کې لګېدلي بندیزونه نرم شي.
د حکومت د پلان له مخې به د استوګنې سیمو کې کوچنیو دوکانونو او مارکېټونه ته د پرانیستلو اجازه ورکول کېږي، او د پېشلمي پر وخت به هم دوکانونه پرانیستي وي.
د خوراکي توکو دوکانونو او درملتونونو پرته به نور ټول کاروبارونه په اوونۍ کې دوه ورخې تړلي وي.
پاکستان کې ټولې تعلیمي ادارې هم د جولای میاشتې تر ۱۵نېتې رخصت شوې دي.
پاکستاني چارواکي په داسې حال کې بندیزونه نرموي چې په دې هېواد کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر له ۳۰ زرو اوښتی دی او تر دې دمه یې ۶۶۱ کسان وژل دي.
د دې هېواد د مشرانو جرګې یا سنا مرستیال سلیم مانډوي والا ویلي، په اوسنیو شرایطو کې د قامي اسمبلۍ او سنا مجلسونو را غوښتل سمه پرېکړه نه ده.
ټاکل شوې ده چې د پاکستان قامي اسمبلۍ دوشنبه او سنا مجلس سې شنبه غوندې وکړي، سره له دې چې د قامي اسمبلۍ څلور غړي په کورونا وېروس اخته شوي او رئیس یې اسد قیصر هم په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته دی او روغتون کې بستر دی.








