کورونا وېروس: د سپینې ماڼۍ کاري ډلې ۳ غړي قرنطین شول

Dr Anthony Fauci, Dr Robert Redfield and Stephen Hahn

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې کسانو کې ډاکټر انتوني فوچي (کیڼ) ډاکټر رابرټ رېډفیلډ (منځ) او سټیفن هان (ښی) شامل دي

سپینه ماڼۍ کې د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره د ټاکلې شوې ډلې درې غړي په دې شک قرنطین شوي چې ښایي د کووېډ-۱۹ ناروغ ته ور نږدې شوي وي.

ډاکټر انتوني فوچي چې د کورونا وېروس په اړه به ډېر په خبري غونډو کې را ښکاره کېده او خلک یې له څېرې سره آشنا دي له دې ډلې یو دی.

همدا راز د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز مشر ډاکټر رابرټ ریډفیلډ او د خوړو او درملو د ادارې کمشنر سټیفن هان هم ځانونه قرنطین کړي.

۷۹ کلن ډاکټر انتوني فوچي د حساسیت او ساري ناروغيو ملي انسټیټیوټ غړی دی.یادې ادارې ویلی چې هغه نسبتا پر ناروغۍ د اخته کېدو له لږ خطر سره مخامخ دی، خو د اوس لپاره له کوره کار کوي.

که څه هم د هغه پایله تر اوسه منفي ښودل شوې ده خو په منظم ډول به یې طبي معاینه کیږي

د نورې نړۍ وروستی وضعیت:

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې په کورونا وېروس (کوویډ-۱۹ ناروغۍ) د اخته کسانو شمېر تر څلورو میلیونو اوښتی او تر ۲۷۸ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې په دې وېروس اخته شوي او دا هېواد یې تر ډېره زیات زیانمن کړی دی.

Worshippers wearing face masks have their temperature taken

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سویلي کوریا کې چارواکو یو ځل بیا ځینې محدودیتونه لګولي

په سویلي کوریا کې د کورونا وېروس د نویو مثبتو پېښو له کبله یو شمېر بندیزونه بېرته لګول شوي او پلازمېنه سیول کې نایټ کلبونه او رستورانونه تړل شوي دي. چارواکي اوس په دې هېواد کې د کورونا وېروس د دویمې څپې په اړه اندېښمن دي.

د یکشنبې پر ورځ سویلي کوریا کې د کورونا وېروس ۳۴ مثبتې پېښې رامخې ته شوې، چې په تېره یوه میاشت کې د ورځنیو مثبتو پېښو تر ټولو ډېر شمېر دی. له دې سره یاد هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۱ زرو ته نږدې شوی.

سویلي کوریا د کورونا وېروس لومړۍ څپې کابو کولو کې تر ډېره بریالۍ وه او اغېزمنه تګلاره یې په ټوله نړۍ کې ستایل شوې وه.

ویل کېږي چې د نویو مثبتو پېښو دا څپه هغه ۲۹ کلن سړي پورې تړلې ده چې تېره اوونۍ د شپې لخوا څو نایټ کلبونو ته تللی و او وروسته مالومه شوه چې په کورونا وېروس اخته دی.

اوس روغتیایي چارواکي په هغو کابو ۱۵۰۰ کسانو پسې ګرځي چې له دې سړي سره هم مهاله په هماغو نایټ کلبونو کې موجود وو.

په ګرده نړۍ کې د کورونا وېروس د ټول ټال اخته کسانو تر څلورمې برخې ډېره او د مړینې له اړخه درېیمه برخه یې په امریکا کې ده‌.

کارپوهانو خبرداری ورکړی ښايي په دې وېروس د اخته کسانو شمېر تر اعلان شوې شمېرو لا ډېر وي.‌

د اسپانیا په ګډون په ځینو هېوادونو کې د مړینې د ورځنیو اعلانېدونکو شمېرو دوام ضد او نقیض دی، خو داسې وېره هم شته چې د بند حالت سپکول ښايي د وبا بلې څپې راتلو ته لاره هواره کړي.

اوس حکومتونه د اوښتي اقتصادي زیان جبیره کولو لپاره لاس په کارېږي، ځکه چې دې وبا نړیوال اقتصاد، بازار، سوداګرۍ، تولید او وارداتو او صادراتو ته زښت ډېر زیان اړولی دی.

د ټرمپ پر تګلاره د اوباما نیوکه:

باراک اوباما - ۲۰۱۹

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سي اېن اېن ویلي، اوباما خپلو پخوانیو ټاکنیزو کمپاینرانو ته سپارښتنه کړې چې د جو بایډن له ټاکنیزې مبارزې سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د کورونا وېروس پروړاندې د ټرمپ پر تګلاره نیوکه کړې ده.

د رپوټونو له مخې، نوموړي په یوه ټیلېفوني کنفرانس کې په دې اړه د دولت مدیریت "بشپړ ګډوډ" بللی دی.

سي اېن اېن ویلي، اوباما خپلو پخوانیو ټاکنیزو کمپاینرانو ته سپارښتنه کړې چې د جو بایډن له ټاکنیزې مبارزې سره همکاري وکړي.

ځینې پرمختیاوې:

  • په انګلستان کې د بوډاګانو ساتنځیو کې ټول استوګن له چارشنبې ورځې راهیسې معاینه کېږي، که دوی د ناروغۍ نښې ولري او یا یې ونه لري، په دې مانا چې میلیونونه نور کسان به هم د ازموینې وړ وي.
  • فرانسه کې په عمومي ترانسپورت او ښوونځیو کې له وګړو د ماسک مراعاتولو غوښتنه شوې، په دې هېواد کې د مې پر ۱۱مه ګرځبندیز او محدودیتونه سپکېږي. د پېر او پلور ځایونه او د اساسي توکو بازار به بېرته پرانیستل شي او ښوونځي به په تدریجي ډول بېرته پرانیستل کېږي.
  • د امریکا مشرانو جرګه په واشنګټن کې راتلونکې اونۍ د خپلو ناستو بېرته پیلولو لپاره پر پلان کار کوي.
  • د چین ولسمشر شمال‍ي کوریا کې د کورونا وېروس د ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې او له دغه هېواد سره یې د مرستې غوښتنه کړې.
  • د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، هېواد یې د ځاني وقایې د توکو له کمښت سره مخامخ دی، چې په وینا یې روسیه کې لا د وبا وروستۍ کچې حالت نه دی رارسېدلی. په روسیه کې د کورونا وېروس تر ۹۳ زرو ډېرې پې‍ښې ثبت شوې او ۸۶۷ کسان مړه شوي.
کورونا
کورنا
د ویډیو تشریح، له کورونا وېروس رغېدنه څومره وخت اخلي؟