له کورونا وېروسه رغېدل څومره وخت اخلي؟

د ویډیو تشریح، کورونا وېروس محدودیتونه او د کور پر مېرمنو د کارونو فشار

په نړیواله کچه له کورونا وېروسه تر ۱٫۱ میلیونه ډېر خلک بېرته رغېدلي، خو د رغېدو وخت یې توپیر لري. ډېری خلک یوازې کوچنۍ نښې لري، چې بېرته رغېدل یې یوه اونۍ یا لږ ډېر وخت اخلي. خو د ډېرو شدیدو ناروغانو لپاره روغتیايي کارپوهان د رغېدو وخت ان تر یو کال پورې اټکلوي.