تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: بلوچستان او سند کې ښوونځي او پوهنتونونه بند شول
- Author, عرفان خټک
- دنده, کراچۍ کې ازاد خبریال
پاکستان کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو ثبتېدو وروسته اوس په دغه هیواد کې د دې وېروس مخنیوي لپاره بېړني اقدامات پیل شوي. لومړی د دی هیواد په بلوچستان ایالت کې د کورونا وېروس له وېرې ښوونځي تړل شوي وو، او اوس د سند ایالت ښوونځي هم تر دوو اوونیو پوری تړلو پرېکړه شوی ده.
پاکستان کې تر اوسه د کورونا وېروس څلور مثبتې پېښې مخې ته راغلې دي، چې پکی دوه اسلام اباد او دوه نور کسان د سند ایالت مرکزي ښار کراچۍ کې رامخې ته شويدي.
په بلوچستان او سند ایالتونو کې کالجونه او پوهنتونونه هم تړل شوي دي.
د سند ایالت تعلیم محکمې لخوا ورکړل شویو مالوماتو کې ویل شوي چې ښوونیزې ادارې به د مارچ میاشتې تر څوارلسمې نېټې بندې وي.
چارواکي وایي، د دې ګام موخه له کورونا وېروس نه د ښوونځيو ماشومان خوندي ساتل دي. تر دې وړاندې هم په سند ایالت کې د کورونا وېروس له وېرې دوه ورځۍ ښوونځي تړلي شوي وو.
کراچۍ کې د کورونا وېروس دوه مثبتې پېښې هغه دوه کسانو ښودل شوي چې په دی وروستیو کې یې ایران ته سفر کړی و، او داسې ګڼل کېږي چې له هماغه ځایه یې دا وېروس ځانه سره پاکستان ته وړی.
په پاکستان کې عامو خلکو هم له کورونا وېروس د خوندیتوب لپاره تر خپله وسه هڅې پیل کړې دي او بازارونو کې لیدل کېږي چې خلک د خولې او پزې پټولو لپاره ماسکونه اخلي.