کورونا وېروس پاکستان ته هم ورسېد؛ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې

د پاکستان د عامې روغتیا وزیر ظفر مرزا اعلان کړی دی چې په دې هېواد کې د کورونا وېروس لومړۍ دوه مثبتې پېښې رامخې ته شوې دي. ښاغلی مرزا زیاتوي چې دواړه کسان له ځانګړي پروتوکول سره سم تر درملنې لاندې دي.

هغه زیاته کړې چې په پاکستان کې د کورونا وېروس په تړاو عام وضعیت تر کنترول لاندې دی او خلک دې وارخطا کېږي نه.

رپوټونه وایي چې یوه مثبته پېښه د کراچۍ په یو شخصي روغتون کې ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت لخوا ورکړل شویو مالوماتو له مخې دا ۲۲ کلن کس یحیی جعفري نومېږي او اوس مهال تر درملنې لاندې دی.

ناتائید شوي رپوټونه وایي چې دې کس هم په دې وروستیو کې ایران ته سفر کړی و، او ښایي له هماغه هېواده یې دا وېروس له ځان سره پاکستان ته وړی وي.

رپوټونه وایي چې د دې کس خپلوان او یو شمېر هغه کسان هم چې له ده سره یې ګډ سفر کړی و، قرنطین شوي دي.

د دویمې مثبتې قضیې په اړه تر اوسه مالومات نشته او دا هم نه ده مالومه چې دا کس څوک دی او په کوم ښار کې اوسي.

تر دې وړاندې په پاکستان کې ځينې کسان د شک پر بنسټ روغتونونو ته وړل شوي وو، خو تراوسه پکې د کورونا وېروس پخلی نه و شوی.

د سند ایالتي حکومت وايي چې هلته د مثبتې پېښې له ثبت وروسته یې د وېروس خپرېدو مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي دي.

د ایالتي حکومت ویاند مرتضی وهاب ویلي چې یحیی نومي ځوان په هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر هیڅ چېک یا معاینه شوی نه و.

پاکستان تر اوسه له ایران سره د هوایي او ځمکني تګ راتګ ځنډولو په اړه هم کومه پرېکړه نه ده کړې.