تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
داعش په ایران کې د کورونا ویروس له خپریدو هرکلی کړی
د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د ایران په شیعه میشته ښارونو کې د کورونا ویروس پر خپراوي خوښي وښوده او پر وړاندې یې د ایراني چارواکو پر مبارزې ملنډې وهلې.
د داعش دا غبرګون د دوی په رسمي اونیزه 'النبا' کې د فبروري په ۲۷مه خپور شوی.
د بي بي سي مونیټورینګ د راپور له مخې په دې مقاله کې د کورونا ویروس یوه 'وژونکي ناروغۍ' یاده شوې چې په ځانګړي ډول یې ایران نه دی یاد کړی خو داسې ښکاري چې په دې هېواد کې د ویروس د خپراوي په اړه غږیږي.
د ایران د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په دې هېواد کې ۳۸۸ تنه د کورونا په ویروس اخته شوي دي.
د داعش په دې مقاله کې راغلي، د شیعه مسلمانانو سپیڅلی ښار چې موخه یې قم دی او ددې ویروس مرکز هم دی، ملنډې وهلي.
امریکا کې د کورونا پر ویروس درې تنه اخته شوي
د دې ویروس خپراوي ډېری هېوادونه ویرولي دي، ۸ هغو هېوادونو راپور ورکړی چې په کې یې د کورونا ویروس لومړنۍ پېښې ثبت شوې دي، همدارنګه د روغتیا نړیوال ټولنې یې د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د امریکا په درې ایالاتونو کالیفورنیا،اورګن او واشنګټن کې د کورونا ویروس د درې پېښو راپور ورکړی دی.
د کالیفورنیا په سانتا ښار کې هغه څوک چې په دې ویروس اخته شو یوه ۶۵ کلنه مېرمنه وه
بل چې د اورګن ایالت په کلاکاماس ښار پرې اخته شوی و، د یوه ښوونځي کارکونکی و او ښايي د ښوونځي زدکوونکو او کارکونکو ته هم ترې سرایت وکړي. دا ښوونځی اوس تړل شوی دی.
چارواکو خبر ورکړی چې د واشنګټن ایالت په اسنوهومیش ښار کې یو محصل هم پرې اخته شوی دی.
د دې درېواړو څخه یوه هم د کورونا پر ویروس له اخته کس سره اړیکه نه درلوده او نه یې هم هغه هېواد ته سفر کړی چې د کورونا ویروس پکې شته.
سي اېن اېن ټلویزني شبکې ویلي چې دا کسان د امریکا دننه په دې ویروس اخته شوي دي.
ایران کې د کورونا وېروس له امله 'لږترلږه ۲۱۰ کسان مړه' شوي
همدارنګه د بي بي سي فارسي برخې ته د ایران د روغتیا وزارت ځینو سرچینو ویلي، د پنجشنبې ورځ (د کب اتمه) ماښام پورې د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د کورونا ویروس له امله ۲۱۰ تنه مړه شوي دي.
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور دا خبر دروغ بللی او وايي چې ددې وېروس له کبله ۳۴ تنه مړه شوي دي.
بي بي سي ته د رسېدلو راپورونو پر بنسټ ویل شوي چې تهران د کوویډ-۱۹ وېروس له امله ډېری قربانیان لري چې له ۱۰۰ زیات کسان یې مړه کړي دي.
له دې وروسته بیا د دې هېواد بل ښار قم یادولی شو چې ۸۰ تنه یې مړه کړي دي.
د ایران د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، د دې وېروس له امله ۳۴ تنه مړه شوي دي. پر دې شمېرو ځینو حکومتي چارواکو هم شک ښودلی، چې له دې ډلې څو ورځې دمخه د قم استازي ویلي و، په دې ولایت کې ۵۰ تنه مړه شوي چې د روغتیا وزارت دا خبر رد کړ.
د تهران د ښاري شورا د روغتیا د کمېټې مشر، ناهيد خداکرمي وویل "ښايي له ۱۰ تر ۱۵ زره کسان په ایران کې په کورونا اخته شوي وي."
د دې ویروس له امله ان د رسمي حکومتي شمېرو له مخې ایران له چین څخه بهر هم د تلفاتو لویه کچه درلوده او د ځینو هېوادونو د راپورونه له مخې تر چین وروسته په ایران کې تر ټولو ډېر خلک اغېزمن شوي.
راپورونه وايي، له چین څخه بهر د سوېلي کوریا وروسته ډېری کسان په ایران کې د کورونا پر ویروس اخته شوي دي.
ایران، سوېلي کوریا او ایټالیا هغه درې هېوادونه دي چې د کورونا ویروس په کې په چټکۍ په خپرېدو دی، دا هغه څه دي چې د روغتیا نړېوال سازمان یې اندېښمن کړی. تېرو څو ورځو کې هغه هېوادونه چې د لومړي ځل لپاره د کورونا وېروس د اخته کېدو راپورونه ترې خپاره شوي وايي، هغه مسافر چې له ایران او ایټالیا د دوی هېواد ته ورستانه شوي، پېژندلي دي.
د هغه اطلاعاتو پر بنسټ چې بي بي سي ته رسېدلي، ایران کې د کورونا ویروس چټک خپراوی، لا تت شوی نه دی.
د جمعې په ورځ د ایران د روغتیا وزارت ویاند وویل: "راتلونکو ورځو کې به د (کوویډ -۱۹) یا کورونا وېروس له امله د اخته کسانو شمېر لوړ شي."
په وروستیو ورځو کې څیړونو وویل هغه څوک چې ایران ته ستانه شوي او یا هم له ایرانه بهرنیو هېوادونو ته تللي پر کوویډ-۱۹ د اخته کسانو شمېر له رسمي هغو زیات دی.
د حکومت ځینو نیوکه کوونکو تور پورې کړی چې حکومت د سیاسي موخو لپاره او د ناروغۍ په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله معلومات پټ ساتلي. خو د ایران د عامې روغتیا مرستیال وزیر ایرج حریر دا تورونه درواغ بللي. څو ورځې وړاندې نوموړی هم په کورونا وېروس اخته شو.
پر ایران د نیوکو په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر ټویټر لیکلي چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي "د مسؤولیت منلو پرځای د مسافر وړونکې الوتکې د سپرلیو د وژلو او په ایران کې د شته روغتیايي خطرونو په اړه درواغ وايي. "
د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي برایان هوک ویلي، خلکو ته د ایران رژیم له خوا په تېر کې ویل شویو درواغو ته په کتو "باید انتظار وکړو چې د مړو شمېر له اعلان شوې شمېر لوړ وي. "
پاکستان کې هم (چارشنبې ۲۶ فبروري) د کورونا ویروس د دوه مثبتو پېښو خبر ورکړل شو.