تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: د جګړې ګټلو لپاره افغانستان له نقشې ورکولی شم
- Author, حمید شجاع
- دنده, بي بي سي - لندن
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په واشنګټن کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ناسته کې خبریالانو ته وویل، که دی وغواړي نو د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې ختمولی شي، او د دې کار لپاره دی په لسو ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولی شي، خو نه غواړي چې داسې وکړي.
نوموړي وویل، له پاکستان او نورو هېوادونو سره پر دې کار کوي چې څرنګه امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي، ځکه امریکا نور نه غواړي چې په سیمه کې د پولیسو رول ولوبوي.
ځینو کسانو ته ښایي د امریکا په څېر د یوه هېواد د ولسمشر دا ډول څرګندونې د دیپلوماتیکو نورمونو خلاف ښکاره شي، خو دا لومړی ځل نه دی چې نوموړی د یو بل هېواد په اړه دا ډول ژبه کاروي.
همدا تېره می میاشت کې ښاغلي ټرمپ په یوه ټویټ کې ایران ته خبرداری ورکړ چې هېڅکله امریکا ونه ګواښي. نوموړي لیکلي وو، که تهران واشنګټن او ګټو ته یې زیان ورسوي، دا به د تهران د ویجاړۍ په مانا وي.
د ولسمشر ټرمپ په ټویټ کې راغلي وو:
''که ایران جګړه وغواړي، نو دا به یې د رسمي تباهۍ په معنی وي. بیا امریکا ته ګواښ ونه کړئ."
د تېر ۲۰۱۸ کال په جولای میاشت کې هم ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو، ایران به له داسې عواقبو سره مخ شي چې تاریخ کې به پخوا هېڅکله نه وي لیدل شوي.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي سرمشریزې ته په خپله لومړۍ وینا کې ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا د له منځه وړلو ګواښ هم کړی و.
هغه مهال په تالار کې ناستو نړیوالو مشرانو د ده خبرې په حیرانۍ اورېدلې، او ځینو د ناخوښۍ څرګندونه هم کوله. ولسمشر ټرمپ څو ځله نور هم شمالي کوریا ته سخت او مخامخ ګواښونه کړي دي.
همدا نن دوشنبه هم ولسمشر ټرمپ د پاکستان پر پوځ تور پورې کړ چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې لپاره یې له امریکا نه د کال یو اعشاریه درې ملیارده ډالره مالي مرسته اخیسته، خو په اصل کې یې د امریکا پر ضد کار کاوه.
جالبه دا وه چې نوموړي دا خبره د لومړي وزیر عمران په مخ کې وکړه، او تر دې هم جالبه دا ده چې په دې رسمي سفر کې له عمران خان سره د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوا هم ملګری دی.
همدا څو ورځې وړاندې هم نوموړي د برتانیا د لومړۍ وزیرې تیریزا می په اړه پر ټوېټر ولیکل چې باید له اروپایي ټولنې د وتلو لپاره یې د ده مشوره منلې وای. خو ویې نه منله او خکه اوس لار ترېنه ورکه ده.
ولسمشر ټرمپ څو څو ځل د لندن له مسلمان ښاروال صدیق خان ته هم پر خپله ټوېټر پاڼه سپکاوی کړی او تور یې لګولی چې هغه خپله دنده په سمه توګه نشي ترسره کولی.
په کور د ننه هم ښاغلی ټرمپ ډېری وخت پر خپلو سیاسي مخالفینو او د جمهوریت پالو ګوند پر مهمو غړو سخت لفظي بریدونه او نیوکې کوي.
سیاسي شنونکي د ولسمشر ټرمپ پر دا ډول غیر دیپلوماتیکه ژبه سره ویشلي دي. ځینې په دې باور دي چې نوموړی هېڅ ډول سیاسي او دیپلوماتیک نورمونه په پام کې نه نیسي، او دا چلند امریکا ته سیاسي سرخوږی جوړولی شي.
خو د نوموړي پلویان بیا ټینګار کوي چې دی سپینه خبره کوي او د امریکا دښمنانو سره په هغه ژبه خبرې کوي چې باید وررسره وشي.
هېره دې نه وي چې د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش، د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن او پخواني سناتور جان مېککېن هم په بېلابېلو وختونو کې د نورو هېوادونو په اړه ورته ژبه کارولې ده.