ټرمپ: ایران کې ډېرې بدې پېښې کېږي

د امریکا ولسمشر د سې شنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې د سعودي عربستان له ولیعهد سره لیدنه کې د ایران د اتومي تړون د راتلونکي په هکله له نظر څرګندولو ډډه وکړه.

خو ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته وویل، د ایران اتومي تړون د وخت نوي کولو ته یوه میاشت پاتې ده... وبه وینئ چې څه پرېکړه کوم.

هغه زیاته کړه:"ایران د نړی له هغو برخو یا ټولې نړۍ سره مناسب چلن نه درلود، په ایران کې ډېرې بدې پېښې کېږي".

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو مشر باب کورکر د یکشنبې په ورځ وویل، په دې اند دی چې ښاغلی ټرمپ په مۍ میاشت کې له اتومي تړون وځي.

په ورته مهال اروپایان هڅه کوي چې د دې تړون د ژغورلو لپاره پر ایران تازه فشار واچوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایولو دریان د دوشنبې په ورځ له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د ایران د بالستي توغندیو په پروګرام نوي بندیزونه ولګوي.

رویټرز خبري اژانس هم د مارچ په ۱۶ وویل، د یوه پټ سند له مخې جرمني، برتانیا او فرانسې له دې ټولنې غوښتي چې د توغندیز پروګرام او سوریه کې د رول له امله پر تهران نوي بندیزونه ولګوي.

په دې بنسټ پر ایران د اروپايي قدرتونو د تازه بندیزونه په دې مانا دي چې امریکا له ایران سره په اتومي تړون ودرېږي.

له شهزاده محمد بن سلمان سره په لیدنه کې ډونلد ټرمپ د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ نږدې اقتصادي او پوځي اړیکي وستایل.

د سپینې ماڼۍ د لیدنې بهیر کې هغه وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ "په مختلفو برخو کې د تازه چانسونو څپه" را پورته شوې او دا "ډېر ستر" چانسونه دي.

محمد بن سلمان به واشنګټن کې د امریکا د دفاع، مالیې او سوداګرۍ، د مرکزي استخباراتو ادارې له مشر او د دوو ګوندونو د مشرانو په ګډون له ځینې لوړپوړو امریکايي چارواکو سره وویني.

۳۲ کلن محمد بن سلمان په دې سفر کې نیویارک، لاس انجلس او سن فرانسیسکو کې د مالي او صناعني چارو له مشرانوسره خبرې کوي.

د سعودي نوی انځور وړاندې کول

ښاغلی سلمان به د امریکا مختلفو سیمو ته لاړ شي.

امریکايي رسنۍ وايي، هغه به په لوړو خیالي هڅو سره د خپل هېواد نوی انځور وړاندې کړي.

اسوشېټېد خبري اژانس وايي، دا لیدنه په داسې مهال ده چې لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي، د سعودي ځواکمن ولیعهد ډېر ښه وپېژني.

نوموړی داسې څوک دی چې واک ته تر رسېدلو راهیسې یې په کور کې پراخ ټولنیز پروګرامونه او بهر کې ځپونکی سیاست غوره کړی دی.

محمد بن سلمان څه مهال مخکې د هغه انځور په اړه چې نااسلامي نړۍ یې له سعودي عربستان لري وویل: "دا ریښتونی عربستان نه دی".

هغه وویل د داسې منځلارې او انډول ټولنې جوړول غواړي چې پر ۱۹۷۹ کال قدرت ته د ساتنپالو یا محافظه کارانو له رسېدلو مخکې سعودي عربستان درلوده.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر هم له دې مخکې ویلي، محمد بن سلمان سعودي په داسې هېواد بدلوي چې عادي خلک پکې دودیز ژوند ولري