فیفا د افغان فوټبال فدراسیون پر ګوښه شوي مشر بندیز لګولی

کرام الدین کریم

د عکس سرچینه، FB: Afghanistan Football Federation

د عکس تشریح، کرام الدین کریم له تېرو څه باندې لسو کلونو راهیسې د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر دی

د فوټبال نړیوال فدراسیون "فیفا" د اخلاقیاتو کومیټې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر ګوښه شوي مشر کرام الدین کریم موقتي بندیز لګولی دی. د دې بندیز له مخې ښاغلی کریم په افغانستان کې د ننه یا بهر له فوټبال سره تړلیو هېڅ ډول چارو کې ګډون نشي کولی.

فیفا وایي، دا بندیز یې له هغو تورونو وروسته لګولی چې په نړیوالو او افغان رسنیو کې یې په دې وروستیو کې یادونه شوې.

پر ښاغلي کریم او د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر یو شمېر نورو نارینه چارواکو تور لګېدلی چې د افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ځینې لوبغاړې یې په جنسي او فزیکي توګه ځورولې دي.

خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون او پخپله ښاغلي کریم دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

فیفا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فیفا وایي، دا بندیز به لږ تر لږه ۹۰ ورځې دوام کوي

دا تورونه د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو او د دې لوبډلې پخوانۍ امریکایۍ روزونکې لخوا لګول شوي دي.

په دې تړاو د فیفا په یوه اعلامیه کې راغلي چې پر ښاغلي کریم دا بندیز د فیفا د اخلاقیاتو د قانون د ۸۴ مادې له مخې لګول شوی دی.

دا بندیز به لږ تر لږه ۹۰ ورځې دوام کوي، او که اړتیا ولیدل شي له پوره کېدو وروسته به نور هم وغځېږي.

د ښځینه لوبغاړو د جنسي او فزیکي ځورونې رپوټونه لومړی د انګلستان د ګارډین ورځپاڼې لخوا خپاره شول، او وروسته په افغانستان کې د ننه یې هم ناندرۍ را وپارلې.

یاده دې وي چې افغان حکومت د دې تورونو په ځواب کې د پلټنو امر کړی، او د افغانستان لوی څارنوال وار د مخه د ښاغلي کرام او د فوټبال فدراسیون د ۵ نورو چارواکو دندې ځنډولې دي.