د ښځینه افغان لوبغاړو جنسي ځورونه؛ له ورزشي فدراسیونونو شکایتونه

- Author, اسدالله لودین
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د بدنې روزنې او اولمپیک کمېټې مشر وایي، په ورزشي فدراسیونونو کې د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورولو په اړه شکایتونه ور رسېدلي دي.
دی وایي، فوټبال فدراسیون کې د ادعا شوو دې ډول تورونه جدي څېړنه باید وشي.
د فوټبال فدراسیون ځینو ښځینه لوبغاړو ادعا کړې چې دوی د دغه فدراسیون له خوا په جنسي ډول ځورول شوي.
د فوټبال فدراسیون مسؤولینو دغه تورونه رد کړي، خو لویې څارنوالۍ یې سپیناوي ته یو پلاوی ګمارلی دی.
د فوټبال فدراسیون د مسؤولینو له خوا د ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورونې تورونو چې د لومړي ځل لپاره برتانوۍ"ګارډین" ورځپاڼې چاپ کړل، په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې تاوده بحثونه پورته کړي. د افغانستان د بدني روزنې ریاست او اولمپیک کمیټې مشر حفیظ الله ولي رحیمي چې د ورزش لومړۍ درجه چارواکی دی یوه خبري غونډه وربللې وه او اعتراف یې وکړ چې د ښځینه لوبغاړو ځورول نه یوازې فوټبال بلکې په نورو فدراسیونونو کې هم شته:
"د فدراسیونونو د مشرتابه، روزونکو او خپله د لوبغاړو له خوا ځورونه او په دې اړه شکایتونه طبیعتا چې شته، که هغه په کور دننه او یاهم د سفرونو پر مهال وي، په دې اړه شکایتونه و، له دې موضوع انکار نه شي کیدلی."
ښاغلي رحیمي وویل، پر فوټبال فدراسیون د پورې شویو تورونو سپیناوي ته د لویې څارنوالۍ له خوا د پلاوي د ټاکل کېدو هرکلی کوي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي هم بي بي سي ته وویل چې په دې اړه ټاکل شوي پلاوي جدي څېړنې پیل کړې دي.

د عکس سرچینه، ARG
د فوټبال د ښځینه لوبغاړو له شکایتونو وروسته د نورو ورزشي برخو ښځینه لوبغاړو هم د خپلو ورته تجربو خبرې په ډاګه کړي دي.
بهرني سفر کې د ښایست معیار
څو ښځینه لوبغاړو چې نه یې غوښتل خپل او د فدراسیون نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل، د ګمارنې او نورو هېوادونو ته د تګ پرمهال په لفظي او ان فزیکي ډول ځورول کېږي.
دوی وایي، بهرنیو هېوادونو ته د سفر لپاره د ښځینو لوبغاړو معیار کله نا کله ښایست وي، نه وړتیا.
د بایسکل ځغلونې یوه لوبغاړې زهرا نارین بیا له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دا د خپلې لوبډلې د ثبت پر مهال ځورول شوې ده:
"هېڅ کله مې نه هیریږي کله چې د خپلې لوبډلې د ثبت لپاره راغلم راته یې وویل لومړی باید دا معلومه شي چې تاسې د کابل د نجونو په څیر ښکلی بدن لرې کنه؟ د دې مسؤول بد او سپک چلند لامل شو چې موږ تر یوه کاله خپله لوبډله ثبت نه کړو.موږ ته یې ویل تاسې کولی شې بهر لوبه وکړئ کولی شئ سفر وکړئ کله چې له نجونو او یا د نجونو له لوبډلې سره دوی مخامخ کیږي همدا پوښتنه کوي کولی شې کنه نو دا مانا لري چې که کولی شې ښه که نه یې شې کولې باید لرې شي او یا هغه څه وکړه چې موږ یې غواړو یا زموږ غوښتنه ومنه ترڅو راتلونکې کې موږ سره اوسې."
د اولمپیک کمېټې مرستیاله روبینا جلالي چې خپله د ځغاستې لوبغاړې هم ده، له دولته غواړي چې پر فوټبال فدراسیون پورې شوي تورونه ښه وڅېړي.
دا وایي، د نجونو ځورونه له ورزشي ادارو سربېره په نورو برخو کې هم شته، خو له دولته غواړي چې مخه یې ونیسي.

د عکس سرچینه، FACEBOOK
فوټبال فدراسیون بیا پر دوی لګول شوي تورونه رد کړي او ویلي دي چې دا د هغو لوبغاړو کار دی چې پخوا په فدراسیون کې و، خو د دوی په ټکو ملي لوبډلې ته یې مخه نه ده موندلې.
د ښځینه لوبغاړو ځورونه په ملي شورا کې هم یاده شوې، پرون مشرانو جرګې او نن ولسي جرګې اړوند کمیسیون ته دنده ورکړه چې موضوع په جدي ډول وڅیړي.










