"نیم میلیون هلمندي ماشومان د پولیو له ګواښ سره مخ دي"

پولیو
د عکس تشریح، د ګوزڼ ضد پروګرام عمومي مشر ډاکټر ستانکزی وایي، دوی ډېرو سیمو ته د کمپاین لپاره نشي تللی
    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي کندهار

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، دوی اندېښنه لري چې د دې هېواد په نا امنو سیمو کې به شاوخوا یو میلیون ماشومان د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین له کمپاینه بې برخي پاتي شي.

یاد وزارت وایي، یوازې په هلمند ولایت کې ښایي نیم میلیون ماشومانو ته د ګوزن ضد واکسین ونه رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې پر ورځ په ۱۸ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړ، چې په ترڅ کې به یې څه باندې ۵ میلیونه کوچنیان واکسین شي.

وسله وال طالبان مني چې په ځینو سیمو کي یې "د جنګي شرایطو له مخې" کور په کور د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین مخه نیولې.

خو دغې ډلې له خلکو غوښتي، چي خپلو کوچنیانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي.

په هلمند کې د وسله والو طالبانو او روغتیا پالانو ترمنځ نه همغږي د دې لامل شوې چې نژدې نیم میلیون کوچنیان په تېرو ۷ میاشتو کې د ګوزڼ ضد واکسین له شپږو دورو څخه بې برخې پاتې شوي.

د یاد ولایت د واکسین د پروګرام مشر ډاکټرعصمت الله همت وایي، په هلمند کې نژدې ۸ سوه زره کوچنیان د واکسین په شرایطو برابر دي، خو دا مهال یوازې ۲۵۰ زره ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي.

ښاغلی همت وایې وسله وال طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې کور په کور د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین اجازه نه ورکوي، او له دوی نه یې غوښتي چې کوچنیان جوماتونو ته د واکسین لپاره ور وغواړي.

ښاغلی همت همدا راز وایي، اوسمهال یوازې په مرکز لښکرګاه، نادعلي، ګرشک او ناوه ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پلی کوي، او ۹ نورې ولسوالۍ ترې بې برخې دي.

هلمند، کندهار او نورستان هغه ولایت دي چې همدا اوونۍ پکي یوه یوه د پولیو تازه پېښه ثبت شوې.

پولیو
د عکس تشریح، هلمند، کندهار او نورستان هغه ولایت دي چې همدا اوونۍ پکي یوه یوه د پولیو تازه پېښه ثبت شوې.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت کې د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې د ملي پروګرام مشر ډاکتر هدایت الله ستانکزی وایي، د ګوزڼ پیښو د زیاتیدو یو لامل دا دی چې دوی ګڼو سیمو ته نشي تللی او د واکسین کمپاین نشي پلی کولی.

ښاغلی ستانکزی وایي، دوی اوس پر نورو حل لارو غور کوي، او ښایي د کورنو پر ځای په جوماتونو او یا هم ښوونځیو کې یاد پروګرام پیل کړي.

نوموړی همدا راز په لېرې پرتو سیمو کې د واکسیناتورانو د شمېر ډېرولو خبره هم کوي.

په افغانستان کې سږکال د ګوزڼ ۱۹ تازه پېښې ثبت شوي، چې نژدې نیمایي یې په کندهار ولایت کې دي.

کلونه کېږي چې په افغانستان کې د ګوزڼ ضد مبارزه روانه ده، خو د نا امنۍ او په ځینو سیمو کي د وسله والو طالبانو پراخ شتون له کبله دا ناروغي لا هم په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دوی له دې پروګرام سره هېڅ مخالفت نه لري او له خلکو یې غوښتي چې خپل کوچنیان د ګوزڼ ضد واکسین لپاره جوماتونو او یا هم د قومي مشرانو کورونو ته ور ولي.