افغانستان کې د ګوزڼ ۱۶ پېښې ثبت شوې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د اکتوبر ۲۴مه د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. افغانستان سږکال د هغو درو هېوادونو په سر کې دی، چې اوس هم هلته د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ویروس شته.
له ماشومانو سره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق یا یونیسف وايي، سږکال د پولیو ۱۶ پېښې په افغانستان او څلور پېښې بیا په پاکستان کې ثبت شوې دي.
دا اداره وايې لا هم په افغانستان کې زرګونه ماشومان د پولیو له واکیسنه بې برخې دي.
سږکال نایجریا د ګوزڼ هېڅ مثبته پېښه نه لري، خو بیا هم له خطره نه ده وتلې.
د افغانستان په ختیځ ننګرهار او کوڼر، په سوېل او سوېل لوېدیځ کې هلمند، کندهار او روزګان هغه ولایتونه دي چې اوس هم د پولیو له ویروس سره مخامخ دي.
په یونیسف کې د رسنیو د څانګې مسؤول سید کمال شاه بي بي سي ته د پولیو د کمپاین پر وړاندې د ستونزو په اړه وویل:
"په ځینو سیمو کې یا جنګ یا هم ټولنیزې ستونزې او منفي تبلیغات د دې لامل ګرځې چې ځینې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین نه کوي او د پولیو پېښې لا هم شته."
په ۲۰۱۵ کال په افغانستان کې د پولیو ۲۰ مثبتې پېښې، په ۲۰۱۶ کال کې بیا ۱۳ پېښې او په ۲۰۱۷ کال کې ۱۴ پېښې ثبت شوي دي، خو د سږکال شمېرې تر تېر کال لوړې دي.
په راتلونکو څه کم دوو اونیو کې به د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین پیل شي او شپږ میلیونه ماشون به واکسین شي.









