افغانستان کې د ګوزڼ دوې تازه پېښې ثبت شوې دي

افغانستان واکسين

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روان کال په افغانستان کې د ګوزڼ پنځه پېښې ثبت شوې دي
    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي کندهار

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایې، کونړ او کندهار ولايتونو کې یې د ماشومانو د ګوزڼ دوې تازه پېښي ثبت کړې دي.

د دغه دوو تازه پېښو سره په روان کال کي د پولیو د پېښو شمېر پنځو ته پورته شوی او وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې د کندهار په دوو ولسوالیو کي د پولیو ضد کمپاین بند کړی.

یونیسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، د ګوزڼ یا پولیو تازه پېښې د افغان ماشومانو لپاره د خطر زنګ بللی دی.

د دغه ادارې د پولیو د برخي مطبوعاتي مشر سید کمال شاه وایي، ګوزن وهلي کوچنیان نجونې دي او وړاندي یې هېڅکله هم د ګوزڼ ضد واکسین نه دي ترلاسه کړی.

کندهار ولايت کې روانو ناامنیو زرګونه کوچنیان د ګوزڼ ضد واکسین څخه بې برخي کړي، په وروستیو دوه نیمو میاشتو کې د ګوزڼ د پنځو مثبتو پیښو، درې یې په همدې ولایت کې ثبت شوي دي.

د کندهار د عامې روعتيا مشر عبدالقيوم پخلا وايي، "د ګوزن ضد واکسين په وروستي کمپاین کې، چي سبا (جمعه ۱۶ مارچ) یې وروستۍ ورځ ده په خاکریز، نیش او شاولیکوټ کي څه باندي ۳۰ زره کوچنیان ترې بې برخي پاتي شول".

نوموړی همداراز "د پاکستان او افغانستان تر منځ په پراخه توګه تګ راتګ، چاپېریالي روغتیا ته نه پاملرنه، پاکو اوبو ته نه لاس رسی او په دغه ولایت کي د کوچنیانو د لوړه کچي خوار ځواکۍ د ګوزڼ پېښو د زیاتیدو د نورو لاملونو په توګه یادوي".

افغانستان واکسين
د عکس تشریح، افغان چارواکي وایي د دغه هېواد هغه سیمي، چي د وسله والو تر ولکۍ لاندي دي، د ګوزن ضد کمپاین یا خو بندیز پرې لګېدلی او یا هم په سمه توګه نه عملي کېږي.

په ورته وخت کي د کونړ د غازی آباد ولسوالۍ په هیلګل سیمه کي د ګوزن یوه مثبت پیښه شوې. سیمه اییز چارواکي وایې په تېرو دووکلونو کي د ناامنۍ له کبله د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو لکه وټه پور، چپه دره، شلتن او سرکاڼو کي د ګوزن ضد کمپاین نه دی شوی.

د غازی آباد ولسوال زلمي یوسفزی وایي، د پولیو یا ګوزن تازه پېښه په هغه سیمه کي ثبت شوې، چې اوسېدونکي یې د ګوزن ضد کمپاین ته اجازه نه ورکوي.

افغان چارواکي وایي د دغه هېواد هغه سیمي، چي د وسله والو تر ولکۍ لاندي دي، د ګوزن ضد کمپاین یا خو بندیز پرې لګېدلی او یا هم په سمه توګه نه عملي کېږي.

که څه هم وسله وال طالبان وایې د ګوزن ضد کمپاین سره مخالفت نه لري، خو د دغه ډلي ویاند ذبیح الله مجاهد وایې داسي پېښي یې موندلې، چي یو شمېر د ګوزن ضد واکسیناتوران د دوی ترولکې لاندې سیمو کي د پټو یا استخباراتي مالوماتو په ټولولو بوخت وو.

د نوموړي ادعا د افغان حکومت له خوا رد شوې.

د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکو وړاندي ویلي وو، چې د دغه هېواد ۹۸ سلنه خاوره د ګوزڼ یا پولیو له وایروس څخه پاکه شوې ده او په یوه محدوه سیمه کي راګیر ده.

افغانستان او پاکستان یوازیني هغه دوه هېوادونه دي، چي په کې له منځه نه دی تللی.