کونړ کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین مخه نیول شوې

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د پولیو واکسین د کونړ په ګډون په ځینو ناامنه ولایتونو کې تل له خنډونو سره مخامخ شوی.
په تازه پېښو کې ناپېژاند وسله والو د کونړ پېچ درې ولسوالۍ یو شمېر کلیو ته د واکسین کوونکو د ورتګ مخه نیولې.
پیچ دره د نورستان او بدخشان ولایتونو سره نژدې پرته ده، چې طالبان او نورې سخت دریځې ډلې پکې فعالیت لري.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست د واکسین برخې مشر ډاکتر محمد اسحق بي بي سي ته وویل، هغو کلیو کې چې وسله والو د دوی د کار مخه ډپ کړې سلګونه ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې پاتې شوي:
''دوه ورځې وړاندې د ګوزڼ ضد کمپاین پیل شوی، چې په دې پړاو کې موږ ته پیچ درې ولسوالۍ کې ستونزې پیدا شوې او وسله والو زموږ کمپاین درولی دی.''
د ښاغلي اسحق په وینا، طالبان او نورې وسله والې ډلې په تېرو کلونو کې هم د پیچ درې ولسوالۍ یوشمېر سیمو کې د پولیو واکسین خنډ شوي وو.
په یاد ولایت کې د پولیو واکسین چارواکي وايي، وېره شته چې په ټول ولایت کې شپږ زره ماشومان د شل کېدو ضد له واکسینه بې برخې شي.
کونړ کې په تېرو کلونو کې هم د پولیو پېښې ثبت شوې وې.
سره له دې چې په وران میلادي کال کې تر دې دمه درې پړاوه د پولیو واکسین ترسره شوي او په کونړ کې د پولیو نوې پېښه نه ده ثبت شوې، خو په تېر ۲۰۱۶ کال کې یوازې د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د ماشومانو د فلج څلور پېښې ثبت شوې وې.
پولیو ناروغي لا هم د نړۍ په کچه څلورو هېوادونو پاکستان افغانستان او نایجریا کې شته او ماشومان ترې کړیږي.








