دفاع وزارت د کندوز برید په اړه د یوناما رپوټ رد کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان دفاع وزارت د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړ چې ویلي یې دي، د کندوز دشتې ارچي ولسوالۍ د هوایي برید ډېری قربانیان ولسي وګړي دي.
یوناما د دوشنبې پر ورځ د دې پېښې په تړاو په خپل راپور کې ویلي چې د اپرېل میاشتې پر دویمه نېټه د افغان ځواکونو په هوایي برید کې څه باندې سلو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، او ډېره برخه یې ماشومان دي.
خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بي بي سي ته وویل، د دوی څېړنې ښيي چې په پېښه کې ۱۸ وسله وال طالبان او ۶ ولسي وګړې وژل شوي دي او ۵۲ ولسي وګړي ټپیان دي.
د دفاع وزارت وايې، هغه خلک چې ملګرو ملتونو د راپور چمتو کولو لپاره مرکې ورسره کړې، د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سیمه کې ژوند کوي او د هغوی تر اغېز لاندې یې خبرې کړي دي.
د دغه وزارت چارواکي ادعا کوي په برید کې ولسي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې هغه شمېر چې د سیمې خلکو ملګرو ملتونو ته ورکړی، کره نه دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي رادمنش یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د کندز په دشت ارچې ولسوالۍ کې د بمبارۍ هدف د وسله والو طالبانو غونډه او د دوی مهم قومندانان په کې وژل شوي دي.
خو نوموړي بي بي سي سره خبرو کې ومنله چې په برید کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوناما تېره ورځ په خپل رپوټ کې ویلي، د دولتي ځواکونو په دغه برید کې ۳۶ ملکیان وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان شوي چې ماشومان هم په کې دي.
د یوناما په وینا، دوی دا نشي تائیدولی چې په دغه برید کې هر وژل شوی کس ولسي وګړی دی کنه.
یاده اداره وایي، د څېړنو یوه مهمه موندنه یې دا ده چې افغان ځواکونو په یوه دیني غونډه کې پر راټولو کسانو د راکټ او دهشکې ډزې کړي، او د ماشومانو په ګډون یې ګڼ شمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
یوناما زیاته کړې د رپوټ چمتو کولو لپاره شاوخوا ۹۰ کسانو سره مرکې کړي چې په دوی کې د پېښې قربانیان، عیني شاهدان، حکومتي چارواکي او طبي کار کوونکي شامل دي.
یوناما په خپل رپوټ کې ویلي ان که وسله وال هم هلته وای، افغان ځواکونو باید د ولسي وګړو د وژنې مخنیوي لپاره اړین ګامونه اخیستی وای.
خو راپور د دې سپیناوی نشي کولی چې افغان ځواکونو په دې برید سره بشري جنایت ترسره کړی که نه.
یوناما وايي، په دې تړاو لا نورو څېړنو ته اړتیا شته.
په ورته وخت کې د افغانستان بشري حقوق خپلواک کمیسیون یو ځل بیا له جګړې له دواړو غاړو غوښتې چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پام وکړي.









