کرېکټ: افغانستان متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د ۲۰۱۹ کال د نړیوال کپ غوراوي لوبو کې افغانستان له متحده عربي اماراتو لوبه وګتله. متحده عربي اماراتو دغه لوبه کې پچه وګټله او د لومړي بیټینګ کولو لپاره ډګر ته راووتل. د افغان ملي لوبډلې لخوا راشد خان ښه توپ اچوونه وکړه او د اماراتو ۵ لوبغاړي یې وسوځول.
دولت ځدراڼ درې، محمد نبي او مجیب ځدراڼ یو- یو لوبغاړی یې وسوځاوه.
د اماراتو لخوا شیمان انور تر ټولو ډېرې ۶۴ منډې وکړې، خو د افغان بالرانو خلاف یې یوازې ۱۷۷ منډې جوړې کړې او په ۴۳ اوور کې ټول وسوځېدل.
د افغانستان پیل بیا بېخونده و، محمد شهزاد په یوه منډه وسوځېد. له ده وروسته تر ۵۴ منډو رحمت شاه، سمیع الله شینواری، لوبډلمشر ستانکزی او محمد نبي هم ژر خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.
د افغان لوبډلې ګلبدین نایب او نجیب ځدراڼ د شپږمې ویکتې لپاره لوړ پارټنرشپ یا ملګرتیا وکړه او هدف یې په ۳۴ اوور کې پوره کړ.
ګلبدین نایب ۷۴ او نجیب ځدراڼ ۶۳ منډې جوړې کړې او ناسوځېدلي پاتې شول.
د افغان لوبډلې راتلونکې لوبه د جمعې په ورځ له ایرلنډ سره ده. ان که افغانان راتلونکې لوبه وګټي هم، بیا یې هم نړیوال جام ته د وتلو هیلې د نورو لوبډلو له نومرو سره تړلې.




