افغانستان د اسلامي هېوادونو لوبو کې لومړی ځل مډالونه ګټلي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له اسلامي هېوادونو ګډون کوونکي لوبغاړي به په ۱۸ بېلو برخو کې له یو بل سره سیالي وکړي.
    • Author, سیدولِي ناصر
    • دنده, ‌بي بي سي

افغان لوبغاړو په اذربایجان کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۷ کال په سپورتي سیالیو کې د لومړي ځل لپاره مډالونه ګټلي دي.

دغه سیالۍ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې روانې دي چې د ۵۷ اسلامي هېوادونو لوبغاړو پکې برخه اخیستې ده.

دا ددغو سیالیو څلورم پړاو دی، په ۱۸ بېلو برخو کې به لوبغاړي له یو بل سره سیالي وکړي چې د مۍ په ۱۲مه پیل شوي او تر ۲۲مې به دوام وکړي.

د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې چارواکي وایي، افغان لوبغاړو د ووشو، غېږنیونې او وزن پورته کولو په برخو کې د برونزو شپږ مډالونه ګټلي دي.

د اولمپیک کمېټې ویاند احسان نېرو بي‌بي‌سي ته وویل، نن/یکشنبه د مۍ ۲۱مه به یو افغان لوبغاړی د ووشو په برخه د سرو زرو مډال تر لاسه کولو په پار د سیالۍ ډګر ته کښته شي:

"تيره ورځ د افغان لوبغاړو لپاره ښه ورځ وه، ځکه په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره وتوانېدل چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ سیالیو کې د برونزو مډالونه وګټي."

له افغانستانه د تیکواندو، جودو، ځغاستې، وزن پورته کولو او نورو برخه کې ۴۰ لوبغاړي دغو سیالیو ته تللي، خو ۷۰ یې له ګډونه پاتې شوي دي.

احسان نیرو
د عکس تشریح، په اذربایجان کې د اسلامي هېوادونو د یوووالي په سیالیو کې ۷۰ افغان لوبغاړي له ګډونه پاتې شوي دي.

د اولمپیک کمېټې ویاند بي‌بي‌بي ته ویلي، دوی لوبو ته د لوبغاړو استولو په برخه کې خپل مسوولیتونه تر سره کړي او په خبره یې چې له لوبو د پاتې شویو لوبغاړو پړه د حکومت ده:

"څلور میاشتې ټولو اړوندو وزارتونو ته ورغلو، خو هیڅ مثبت ځواب مو ونه موند."

ویل کېږي چې د باکو روانو سیالیو کې افغان لوبغاړو پخپل لګښت ګډون کړی او د اوسېدو او خوراک لګښتونه یې اذربایجان منلي دي.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې لوبغاړي د کابل د هوايي ډګر د پرېښودو پرمهال په اعتراضي ډول د ولسمشر غني له عکس سره خدای پاني کوي.

له تېرو دوو کلونو په افغانستان کې د اولمپیک دوه کمېتې او دوه مشران فعالیت کوي.

.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، لوبغاړي د کابل د هوايي ډګر د پرېښودو پرمهال په اعتراضي ډول د ولسمشر غني له عکس سره خدای پاني کوي

د یوې کمېټې مشري یې له محمود حنیف او د بلې له محمدظاهر اغبر سره ده.

د اولمپیک کمېټې ویاند احسان نېرو بي‌بي‌سي ته وویل، د اولمپیک دوه سرې کمېټې د افغانستان پر لوبو ناوړه اغېز کړی دی.