تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان د اسلامي هېوادونو لوبو کې لومړی ځل مډالونه ګټلي
- Author, سیدولِي ناصر
- دنده, بي بي سي
افغان لوبغاړو په اذربایجان کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۷ کال په سپورتي سیالیو کې د لومړي ځل لپاره مډالونه ګټلي دي.
دغه سیالۍ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې روانې دي چې د ۵۷ اسلامي هېوادونو لوبغاړو پکې برخه اخیستې ده.
دا ددغو سیالیو څلورم پړاو دی، په ۱۸ بېلو برخو کې به لوبغاړي له یو بل سره سیالي وکړي چې د مۍ په ۱۲مه پیل شوي او تر ۲۲مې به دوام وکړي.
د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې چارواکي وایي، افغان لوبغاړو د ووشو، غېږنیونې او وزن پورته کولو په برخو کې د برونزو شپږ مډالونه ګټلي دي.
د اولمپیک کمېټې ویاند احسان نېرو بيبيسي ته وویل، نن/یکشنبه د مۍ ۲۱مه به یو افغان لوبغاړی د ووشو په برخه د سرو زرو مډال تر لاسه کولو په پار د سیالۍ ډګر ته کښته شي:
"تيره ورځ د افغان لوبغاړو لپاره ښه ورځ وه، ځکه په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره وتوانېدل چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ سیالیو کې د برونزو مډالونه وګټي."
له افغانستانه د تیکواندو، جودو، ځغاستې، وزن پورته کولو او نورو برخه کې ۴۰ لوبغاړي دغو سیالیو ته تللي، خو ۷۰ یې له ګډونه پاتې شوي دي.
د اولمپیک کمېټې ویاند بيبيبي ته ویلي، دوی لوبو ته د لوبغاړو استولو په برخه کې خپل مسوولیتونه تر سره کړي او په خبره یې چې له لوبو د پاتې شویو لوبغاړو پړه د حکومت ده:
"څلور میاشتې ټولو اړوندو وزارتونو ته ورغلو، خو هیڅ مثبت ځواب مو ونه موند."
ویل کېږي چې د باکو روانو سیالیو کې افغان لوبغاړو پخپل لګښت ګډون کړی او د اوسېدو او خوراک لګښتونه یې اذربایجان منلي دي.
په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې لوبغاړي د کابل د هوايي ډګر د پرېښودو پرمهال په اعتراضي ډول د ولسمشر غني له عکس سره خدای پاني کوي.
له تېرو دوو کلونو په افغانستان کې د اولمپیک دوه کمېتې او دوه مشران فعالیت کوي.
د یوې کمېټې مشري یې له محمود حنیف او د بلې له محمدظاهر اغبر سره ده.
د اولمپیک کمېټې ویاند احسان نېرو بيبيسي ته وویل، د اولمپیک دوه سرې کمېټې د افغانستان پر لوبو ناوړه اغېز کړی دی.