چین د 'کمربند او سړک' پر پروژې ۱۲۴ میلیارد ډالر لګوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین ولسمشر شي جن پینګ د 'کمربند او سړک' په نوم د نړيوالې اقتصادي پروژې - چې چین له اسیايي، افریقايي او اروپايي بازارونو سره نښلوي - پر طرحه او ډیزاین د لسګونو میلیاردو ډالرو پانګونې ژمنه وکړه.
نوموړي د بیجینګ په دوه ورځنۍ ناسته کې چې په همدې تړاو جوړه شوې په همدې تړاو بېجنګ کې جوړه شوې دوه ورځنۍ ناسته کې وویل:"سوداګري د نړۍ د پرمختګ اړینه وسیله ده."
د پلان له مخې د سړک او کمربند په پروژه کې به د ورېښمو تاریخي سوداګریزه لار بیا جوړه شي.
دغه پروژه چې پر مټ به یې چین له اسیایي، افریقايي او اروپايي بازارونو سره ونښلي، لومړی ځل یې د جوړېدو خبره په ۲۰۱۳ کال وشوه.
د چین ولسمشر وویل، چین چمتو دی چې د خپل پرمختګ تجربې له ټولو هېوادونو سره شریکې کړي او د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي:
"که اسیا، اروپا، افریقا یا امریکا وي، ټولو د کمربند او سړک په پروژه کې له موږ سره مرسته کړې او ټول یې شریکان دي."
هغه چې د یکشنبې په ورځ سرمشریزې ته پرانیستونکې وینا کوله وویل، د نوي لرلید هدف یې د بېلو هېوادونو د اړتیاوو پوره کول دي چې د شاوخوا ۶۰ هېوادونو ترمنځ به نېغې راکړې ور کړې ته لار هواره کړي.
د چین ولسمشر پخپلو خبرو کې د لوېدیځ دیپلوماتانو د ډادګېرنې په موخه وویل، د ورېښمو د نوې لارې طرحه یې په نړیواله کچه د چین د نفوذ د زیاتولو هڅه نه ده:
"موږ به د ګډ کار او ګډې ګټې وټې نوې بېلګه رامنځته کړو."
د بېجنګ په روانه سرمشریزه کې د ۲۹ هېوادونو مشرانو ګډون کړی دی.
د اسپانیا، ایټالیا، یونان، هنګري او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو مشرانو هم په دغه ناسته کې برخه اخیستې ده.
پتېیل شوې چې غونډې ته به د روسيې ولسمشر ویلادیمیر پوتین، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس هم وینا وکړي.
ویل کېږي چې هندوستان او جاپان د بیجنګ په روان کنفرانس کې له ګډونه ډډه کړې ده.








