امریکا متحده عربي اماراتو ته د توغندي ضد ډال ور کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان په یوه بیانیه کې وايي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت پر متحده عربي اماراتو ته د پاتریوت په نوم د توغندي ضد ډال یا سیستم ور کول منلي دی.
په بیانیه کې زیاته شوې، د هغه تړون له مخې چې لاسلیک شوی ، امریکا به پر متحده عربي اماراتو د لاکهیډ مارټین د شرکت جوړ ۶۰ دانې موندونکي پاتریوت او د ریتیون شرکت جوړ سل توغندي وپلوري، چې متحده عربي اماراتو یې غوښتنه کړې وه او ارزښت یې دوو میلیارد ډالرو ته رسېږي.
پنټګان زیاتوي: "دا تصویب شوی تړون د امریکا له بهرني سیاست او امنیت سره مرسته کوي، ځکه د واشنګټن د یوه مهم ملګري د امنیت کچه ور سره لوړېږي، چې په منځني ختیځ کې د اقتصادي پرمختګ او سیاسي ټیکاو لپاره ځواک و او دی".
متحده ایالتونه پر نورو هېوادونو د وسلې پلورلو لپاره اصول لري، چې دواړه هېوادونه به د یو بل په وړاندې دفاعي او بهرنی یرغلیز سیاست نه لري او امریکا ته به د پېرونکي هېواد کورني شرایط هم د منلو وي.
متحده عربي اماراتو تر ۲۰۰۵ کال مخکې له لس میلیارد ډالرو کمه کلنۍ پوځي بودیجه درلوده، خو تر ۲۰۱۴ کال یې دا بودیجه ۲۲ میلیارد ډالرو ته ورسوله، چې امریکا یې د وسلو ور کولو اصلي تامینونکی دی.
په ورته مهال پر اماراتو د امریکا د وسلې پلورلو ځینې مخالفان وايي، چې دغه هېواد پر ۲۰۱۱ کال په بحرین کې د مخالفانو د لاریونونو په ځپلو کې د حکومت او په لیبیا کې د جنرال خلیفه حفتر په مشرۍ وسلوالې ډلې سره پوځي مرسته کړې ده.
څارونکي څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
څارونکي له امریکا د توغندیز ډال د را نیولو پېښه ناڅاپي نه بولي، ځکه په وروستیو کلونو کې ایران د بالستیک توغندیو د تولید ډېره هڅه کوي، چې د سیمې له هېوادونو سره یې اړیکي هم بې خونده دي.
په بحرین کې سیاسي کړکېچ، د عراق کورنی حالت، د سوریې او په وروستیو کې د یمن کورنۍ جګړې هغه څه دي چې له ایران سره یې د عربي هېوادونو په تېره سعودي عربستان اړیکي خراب کړي دي.
متحده عربي امارات هم د سعودي عربستان په څېر د خلیج همکارۍ شورا غړی دی، په خلیج کې د دریو ټاپوګانو پر سر له ایران سره جنجال لري او تر ډېره دا مسله په دغه شورا کې یادېږي او نور عرب هېوادونه د ایران په مقابل کې د اماراتو ملاتړ کوي.
متحده عربي امارات د ترهګرۍ ضد اسلامي اېتلاف او د یمن د قانوني حکومت په ملاتړ د عرب ټلوالې غړی دی، چې د سعودي عربستان په مشرۍ جوړ شوي دي.
ځینې عرب هېوادونه له مختلفو لارو د پرمختللو وسلو د ترلاسولو لپاره بشپړ مالي او ډيپلوماټیک امکانات لري، خو ایران د کورنۍ توغندیزې وړتیا د لا ښه والي هڅه کوي، ځکه امکان شته چې د سیمې هېوادونه د ایران د پوځي لوړوالي د شنډولو لپاره د توغندي ضد دفاع پیاوړې کړي.
پاتریوت لرونکي هېوادونه

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینې شنونکي په دې باور دي چې د وسلو سیالۍ په پیلېدلو سره په سیمه کې تاوتریخوالی زیاتېدلی او له مالي او اقتصادي پلوه کمزوري هېوادونه له اقتصادي ستونزو او سیاسي بې ټیکاوۍ سره مخ شي.
دمګړۍ په منځني ختیځ سعودي عربستان، کویټ او قطر د پاتریوت په نوم د توغندي ضد ډال یا سیستم لري، اسراییل هم د توغندي ضد امریکايي سیستم لري، خو هڅه کوي، کورنۍ شبکه یې پر ځای ولګوي، په اردون کې هم څو پاتریوت توغندي شته.
د توغندي ضد پاتریوت سیستم موندونکي رادارونه او له ځمکې هوا ته توغندي لري. دا ډال ځای ته تر رسېدلو مخکې بالستیک توغندي له منځه وړلی او بلې خوا ته کږولی شي.
ټاکلې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روانې میاشتې په وروستیو کې سعودي عربستان ته په تللو سره د خلیج همکارۍ شورا سرمشریزه کې ګډون وکړي.
ښاغلی ټرمپ د ایران د توغندیز پروګرام سخت مخالف دی.

د عکس سرچینه، AFP








