بریتانیا کې تېره میاشت د پیسو پړسوب ۱٪ ته پورته شوی

پړسوب

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د بریتانیا د ملي احصایې اداره، له تېرو دوو کلونو په ډېر وخت کې د پړسوب دا کچه ډېره اوچته بولي.

په بریتانیا کې رسمي شمېرې وايي، په دغه هېواد کې د پیسو د پړسوب(انفلاسیون) کچه په سپټمبر میاشت کې ۱٪ ته زیاته شوې ده.

دوی وايي، دا کچه په اګسټ کې ۰،۶ سلنه وه.

د بریتانیا د ملي احصایې دفتر وايي، له تېرو دوو کلونو په ډېر وخت کې دا د کورنیو د اړتیا وړ توکو په بیه کې د میاشتني پړسوب خورا لویه کچه ده.

د لباس، د شپې په هوټلونو کې د پاتې کېدلو او د موټر سونتوکو د بیو په زیاتېدلو سره د پېرېدونکو د لګښت د بیو ګراف لوړ شوی دی.

خو د بریتانیا د ملي احصایي دفتر وايي "داسې کره شواهد نشته" چې وښيي د پونډ د بیې کمېدل د هرې ورځې توکو د بیو د زیاتېدلو سبب شوي وي.

اقتصادپوهان د ۰،۹٪ پړسوب اټکل کوي او په دې باور دي چې د پونډ د ارزښت کمېدل به د وارداتو بیې نورې هم ګرانې کړي.

څېړنځی

د عکس سرچینه، FORD

د عکس تشریح، یو څېړنځی د بریتانیا اقتصادي ټیکاو تېراېستونکی بولي.

له بلې خوا یو برېتانوی څېړنځی په راتلونکو کلونو کې د دغه هېواد د اقتصادي ودې د ورو کېدلو خبرداری ورکوي.

د دې ادارې د څېړنو پایله ښيي، چې بریتانیا باید د اوږدمهالې کمزورې "اقتصادي ودې" ته چمتو شي.

د "EY Item Club" په نوم د څېړنځی رپوټ په بریتانیا کې د ‎پېر لپاره د خلکو قدرت او پانګونې ټېټېدلو ته شاره کوي او وايي، له اروپ لپاره له ټولپوپښتنې وروسته د دغه هېواد د اقتصادي ټیکاو "تېر اېستونکی" دی.

دا څېړنځی په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د بریتانیا د اقتصادي ودې کچه ۰،۸٪ اټکلوي، خو وايي، د صادراتو ډېرېدل به په راتلونکي کال د اقتصادي ځوړ مخنیوی وکړي.