له اروپايي ټولنې د بريتانيا وتل
په یوه تاریخي پرېکړه کې تر ۳۳ میلیونو ډېرو بریتانیانو ټولپوښتنه کې رایه ورکړه ډېرو له اروپايي ټولنې د وتلو په پلوۍ خپله رایه کارولې.
د بریتانیا لومړی وزیر ډېوېډ کمرون وايي، په اکتوبر میاشت کې به دنده پرېږدي. ده وويل، د خلکو د غوښتنې درناوی باید وشي او وايي د بریتانیا د وتو پر سر خبرو لپاره نوي مشرتابه ته اړتیا ده.