تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا کې تېره میاشت د پیسو پړسوب ۱٪ ته پورته شوی
په بریتانیا کې رسمي شمېرې وايي، په دغه هېواد کې د پیسو د پړسوب(انفلاسیون) کچه په سپټمبر میاشت کې ۱٪ ته زیاته شوې ده.
دوی وايي، دا کچه په اګسټ کې ۰،۶ سلنه وه.
د بریتانیا د ملي احصایې دفتر وايي، له تېرو دوو کلونو په ډېر وخت کې دا د کورنیو د اړتیا وړ توکو په بیه کې د میاشتني پړسوب خورا لویه کچه ده.
د لباس، د شپې په هوټلونو کې د پاتې کېدلو او د موټر سونتوکو د بیو په زیاتېدلو سره د پېرېدونکو د لګښت د بیو ګراف لوړ شوی دی.
خو د بریتانیا د ملي احصایي دفتر وايي "داسې کره شواهد نشته" چې وښيي د پونډ د بیې کمېدل د هرې ورځې توکو د بیو د زیاتېدلو سبب شوي وي.
اقتصادپوهان د ۰،۹٪ پړسوب اټکل کوي او په دې باور دي چې د پونډ د ارزښت کمېدل به د وارداتو بیې نورې هم ګرانې کړي.
له بلې خوا یو برېتانوی څېړنځی په راتلونکو کلونو کې د دغه هېواد د اقتصادي ودې د ورو کېدلو خبرداری ورکوي.
د دې ادارې د څېړنو پایله ښيي، چې بریتانیا باید د اوږدمهالې کمزورې "اقتصادي ودې" ته چمتو شي.
د "EY Item Club" په نوم د څېړنځی رپوټ په بریتانیا کې د پېر لپاره د خلکو قدرت او پانګونې ټېټېدلو ته شاره کوي او وايي، له اروپ لپاره له ټولپوپښتنې وروسته د دغه هېواد د اقتصادي ټیکاو "تېر اېستونکی" دی.
دا څېړنځی په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د بریتانیا د اقتصادي ودې کچه ۰،۸٪ اټکلوي، خو وايي، د صادراتو ډېرېدل به په راتلونکي کال د اقتصادي ځوړ مخنیوی وکړي.