 | | | اجمل تر لږ فکر وروسته د عبدالله د پوښتنې ځواب پيدا ګړ، چې عکس دی. |
اجمل دعبدالله په لاس کې عکس وليدۀ ويې پوښتل چې دا څوک دی؟ عبدالله وويل چې زما د پلار زوی دی خو ورور مې نۀ دی، ووايه چې څوک دی؟ اجمل څو ځلې غلط ځواب وويل، په دې وخت کې دبنجاري غږ شو دواړو ماشومانو دا پوښتنه له بنجاري سره شريکه کړه. بنجاري وويل چې دا ډول پوښتنو ته ذهني پوښتنې وايي او ځواب يې لږ څه فکر او د قت غواړي. اجمل تر لږ فکر وروسته وويل چې ستا خپل عکس دی. بنجاري شاباسی ورکړ. بله کوڅه يما نرۍ جامې اغوستې وې او پرنجېده. عادلې چې ديما داحال وليد ويې ويل چې ريزش دې کړی بايد تودې جامې واغوندې؟ خو يما وويل چې له ځان نه ډاکټره مۀ جوړوه. په دې کې بنجاري راغی دشورماشور علت يې و پوښته.عادلې وويل چې تېره اونۍ ريزش شوې وه. ډاکټر ورته وويل: "کله چې سړی خولې وي شمال يې ووهي، يا چې لوند سر يخې هوا يا شمال ته ووځي،  | | | که څوک رېزش وي له نورو سره د خبرو پر مهال بايد پرې ته يې دسمال ونيسي. |
که څوک رېزش وي پزې ته يې دسمال نۀ وي نيولی او سړی ورسره مخامخ خبرې وکړي، ياد رېزش شوي سړي په لوښي کې اوبه يا غذا وخوري، بل په سړه هواکې نری جامې واغوندي او يا خاورې اوګردتنفس کړي ريزش کيږي" بنجاري شاباس وويل او غوښتنه يې وکړه چې کله دکورنه بهر وځئ نو خپلو پزو ته دې دسمال ونيسي. |