BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:21 گرينويچ 2008 ,06 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دبنجاري خورجين: اينځر

انځر

زلمي، يلدا،او انيسې يوځای دګل خرڅولو لوبه کوله چې په دې کې يې يوی نجلۍ ته پام شو چې د دوئ لږ وړاندې غلې ولاړه وه.

نجلۍ وويل چې مريمه نومېږي له مهاجرته راغلې او دا لوبه د لومړي ځل لپاره ويني. په دې وخت کې بنجاري راغی.

بنجاري لۀ ماشومانو نه وغوښتل چې دګل خرڅولو لوبه ددۀ او مريمې په مخ کې وکړي تر څو يې هغوئ هم زده کړي. ماشومانو همداسې وکړل .

يوه مور شوه، بل ګل خرڅونکی اونور ټول دمور شاته ودرېدل. ګل خرڅوونکی راغی ګل يې ورکړ مور بوی کړ او بيا يې شاته يو بچي ته ورکړ.

هغه شاتني ته ورکړ وروسته ګل دبچيانو تر مېنځ ورک شو ګل خرڅوونکي خپل ګل بېرته وغوښت مور وويل ما شاتني ته ورکړ.

ګل خرڅوونکي ونه موند او مورته يې وويل يا ګل راکه يا بچی. په پای کې يې يو بچی نيسي. ګل خرڅوونکی مور کېږي او مور ګل خرڅوونکی.

تور اينځر
اينځر ډېر رنګونه لري سپين او تور رنګ يې په افغانستان کې ډېر پيدا کېږي.

نبي تازه اينځر خوړل بلقيسې وپوښتل چې ولې واړه، واړه پياز خورې؟ نبي وويل چې تازه اينځر خورم بلقيسې وويل چې په مهاجرت کې يې داسې شی نه و ليدلی.

په دې وخت کې بنجاري راغی او ټولو په ګډه داينځر د ونې په اړه وويل چې لوړه ونه لري پاڼې يې دتوتو پاڼو غوندې دي، خو لږې غټې دي.

د اينځرو وني تل د ويالو او لښتيو په غاړه وي مېوه يې ډېر رنګونه لري سپين او تور رنګ يې په افغانستان کې ډېر پيدا کېږي.

همدارنګه مېوه يې تازه او وچه خوړل کېږي اينځر بايد په سوړ ځای کې وساتل شي ځکه چې ډېر ژر خرابېږي.

ملاچرګکبنجاری خورجين
ملاچرګک
چمبه که دايرهدبنجاري خورجين
دايره
مات يا منکسر خطد بنجاري خورجين
د ميدان وردګ ولايت
موزونې کليمېد بنجاره خورجين
موزونې کليمې
کيلوګرامد بنجاري خورجين
کيلوګرام
بنجاري او کوچنياند بنجاري خورجين
ستاينوم ( صفت )
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>