|
دبنجاري خورجين: مېږيان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
مجيد کريمې ته وويل چې د نيالګيو ترانه يې زده کړې ( راوړه نيالګي راوړه...) کريمې وويل چې دا خو سمه ده، ځه که دې د آسمان په باب ترانه وويله! مجيد ونۀ شوای ويلای په دې وخت کې بنجاري راغی کريمې، چې د آسمان په باب ترانه زده وه ويې ويله. شين دی آسمان شين دی، لمر پکې زرين دی، توره شپه کې تورښکاري، ستوري په هر لور ښکاري سپينې سپوږمۍ راشه، غرۀ سر کې پيداشه، ښکلی مو آسمان که، ټول کلی روښان که. بنجاري او مجيد دويم ځل ورسره پۀ ګډه وويله او په پای کې بنجاري ورنه وغوښتل چې همدا ترانه له خپلو نورو ملګرو سره هم ووايي. بله کوڅه خليل له زرغونې سره لۀ وچې ډوډۍ نه مړۍ وهله په دې وخت کې يې ميږيانو ته پام شو چې د ډوډۍ په خڅوڅکو راټول شوي وي. هغوئ يو لۀ بله وپوښتل چې دا ميږيان څنګه ښه په يو قطار منظم روان دي؟ دوئ خو ټول يو ډول دي څنګه يو بل پېژني ؟
پدې وخت کې بنجاري راغی د ماشومانو په غوښتنه يې جاوديي هنداره راواېستله او يو ميږی يې پۀ خبرو راوست.هغه وويل: "مود ښکرو په مرسته خبرې کوو، يو بل پېژنو، له خطره او د غذا له شتون نه يو بل خبروو. موږ يو ډول مواد خوشې کوو چې بل مېږی يې پۀ بوی موږ پيدا کولای شي. واړه مېږيان مو دومره واړه وي چې په سترګو سم نۀ ليدل کېږي خو لوی مېږيان تر درې سانتي پورې وي. ځېنې دوه ځېنې درې سترګې لري او هغه چې دځمکې لاندې وي بيخي ړانده وي." وروسته هنداره وتړل شوه او د ماشومان خوشحالۍ سره خپرونه پای ته رسيږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||