|
يوه ماڼۍ او زردريڅي: دنصوارو ضرر | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
حميد او وږمې خندل، لالو ماما راغی او د خندا علت يې وپوښت، حميد د ټوکې يادونه وکړه، لالو ماما هغوى ماڼۍ ته دننه بوتلل . لالو ماما له وږمې نه ټوکه اوريدل وغوښتل. وږمې وويل: (( يوه هلک په لومړي ځل نصوار کړي ول، ځکه نو ګنګس شو او پرسړک ولويد. په دې وخت کې غل راغی او د هلک نوي بوټونه يې ترې واخستل او خپل زاړه بوټان يې هلک ته ور په پښو کړل . په دې وخت کې يو موټر راغی، موټروان چې هر څومره هارنونه وواهه، هلک پورته نه شو، موټروان په غوسه وويل: (( پاڅيږه کنه موټر دې په پښو در تيروم)) هلک چې کله خپلو پښو ته وکتل، نوپه بي پروايي يې موټروان ته يې وويل: ځه لالا جانه! په کيسه کې يې مه کيږه، موټر دي بيايه، دا زما پښې نه دې.)) ټولو وخندل. لالو ماماوويل، نصوار د انسان روغتيا ته ډير تاوان لري، وروسته له هغه، ميلمنو له لالو ماما څخه وغوښتل چې په همدې هکله يوه دريڅه ورته پرانيزي. لالو ماما هم دريڅه خلاصه کړه. دريڅه خبريال تر روغبړ وروسته وويل: نصوار د مخدره موادو په ډله کې راځي او ډېر خلک په تېره ځلميان په دې نشه اخته دي. دا چې څنګه؟ په نصوارو روږدی يوتنکی ځوان فريد وايې. (( ما خپله رمه څرولو ته بېولې وه، څو ځوانان مې دسيند په غاړه و ليدل چې ناست وو او نصوار يي کول، کله چې دوی د کورونو خواته روانېدل، نو د نصوارو خلطې يې د تيږو په منځ کې پټې کېښودې
هغوۍ لاړل، ما يوه خلطه راواخيسته او لږ نصوار مې خولې ته واچول، دا مې عادت شو او هره ورځ چې هغوۍ تلل، نو ما به د هغوۍ نصوار را اخستل او خولې ته به مې اچول، اوس ورباندي روږدی شوی يم او نه يې شم پرېښودلى. خبريال وويل: ميرويس بيا داسې يو تنکی ځوان دى چې نصوار يي خوشي کړيدي. هغه وايي: ((په پټه مې نصوار کول، هماغه وو چې عملې شوم، خو څه موده وروسته مې ټول غاښونه تور شول او زړه بدوالی را ته پيدا شو، کله چې ډاکټر ته لاړم، نو هغه راته وويل چې دا ټول دنصوارو تاثيردی، نو ما هم کلک هوډ وکړ او نصوار مې پريښودل.)) نصوار نورې کومې ناروغۍ را منځته کوي؟ په دې باب متخصص ډاکټر غلام فاروق داسې وايي: ((نصوار ډول، ډول ناروغۍ رامنځته کوي لکه سر دردی، عصبا نيت، د سږو ناروغی، دخولې خوړين والى، د وريو خرابيدل او زخم کېدل، د غاښونو لوڅيدل او ځينې وخت که همدا زخم پر مختګ وکړي نو د سرطان سبب هم کېږي.)) وږمي لالو ته وويل چې هغه بله ورځ يې د نصوارو د ضررونو په هکله په يوه اخبار کې يو مضمون لوستی و، دا وخت حميدوږمې ته وويل: پوهيږې چې د افغانستان لومړنۍ اخبار څه نوميده؟ وږمه ناخبري څرگندوي او له لالو څخه غواړي چې په همدې هکله يوه دريڅه ورته خلاصه کړي. دريڅه
فريده خواشينې ده او له خپل ورور سردار نه مرسته غواړي، ځکه په ښونځي کې يې ورته ويلي چې د افغانستان د لمړني اخبار په هکله معلومات راوړئ. سردار ورته وويل چې په گډه به حکيم بابا ته لاړ شو او له هغه څخه به په دې هکله معلومات وغواړو. ماشوما له روغبړ وروسته له حکيم بابا څخه د لومړي اخبار په هکله پوښتي. حکيم باباپه ځواب کې ورته وايي: ((د افغانستان لومړنۍ ورځپاڼه شمس النهار نومېده چې په کال ١٢٥٢هجری شمسي کې يې د امير شير علي خان د پاچاهي په وخت کې په کابل کې په خپلو نشراتو پيل وکړ. د دغې ورځپاڼې لومړنی مدير مسول ميرزا عبدالعلى و.
دا ورځپاڼه په تور او سپين ډول په اونۍ کې يوه ورځ او په ١٦مخونو کې خپريدله، د دي ورځپاڼې مصارف په خپله شاهي دربار ورکاوه. دغې ورځپاڼې خپل اطلاعات او نور مواد د داخلي او خارجي منابعو څخه اخيستل، يانې خبريالانو به پر اسونو لرې پرتو سيمو ته سفر کاوه او مواد به يې راټولول او بيابه يې کابل ته رالېږل. دغې ورځپاڼې ٥ کاله نشرات درلودل او وروسته بيا بنده شوه. دريڅه تړل کېږي. ((قدرمنو لوستونکو او اوريدونکو!)) که غواړی د پاڼې په اړه خپل وړانديزونه له موږ سره شريک کړی نو په دې پته له موږ سره اړيکې ټينګې کړئ. nazer@bbc.co.uk |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||