 | | | ګل خان لالبازته وويل چې دسرکاري بڼ آمرغواړي بڼ ته له بل چا ګلان وپلوري. |
جانباز اکبر ته وويل چې دده زامنو اود کلي نورو ځوانانو ته يې دګټې کارپيداکړی خو اکبر دکوکنارکرناروا او ويې چې خپل زامن دې کار ته نه پرېږدي. نسيم ګل محمدته وويل چې جانباز مزدوران د کور د آبادولو لپاره نه، بلکې د آدم خان د کوکنارو دکښت للون ته نيولي دي. شمس خپل نيکه،جانباز دآدم خان په ځمکو کې په کار بوخت وليد اوخپله مور يې ترې خبره کړه. لالباز له آدم خان سره دخپل پلار په همکارۍ اندېښمن و. غوټۍ او لعلباز دواړو پرېکړه وکړه چې هڅه به وکړي څوجانباز دآدم خان د کوکنارو د للون له کار نه راوګرځوي. ثمرګل د وترنر له خولې زرمينې ته وويل چې غوا ناروغه نه ده،که ښه وساتله وشي ، ښه خوسکی او پرېمانه شيدې به ترې لاس ته راوړي.  | | | اکبر دکوکنارکرناروا وباله او ويې نه غوښتل چې خپل زامن دکوکنارو للون ته پرېږدي |
ګلخان سرکاري بڼ ته تللی و خو هيڅ کېنول شوی ګل اونيالګی يې ترسترګونه شو.دبڼ آمردلالبازله خوا دراز راز ګلانو دوعدې وويل. دسرکاري بڼ آمرهوډدرلود چې ګلان له بل چا واخلي خوګلخان وعده ورکړه چې له لالباز نه به د وعده خلافۍ پوښتنه وکړي. |