 | | | "که چيرې له غواسره ښه سلوک وشي،هم به څربه شي او هم به ډېرې شيدې کوي." |
جانباز له نسيم نه وغوښتل چې دآدم خان د کوکنارو د کښت په للون کې ورسره مرسته وکړي خونسيم داکار سخت وګاڼه اوورته يې وويل چې مزدوران دې ورته ونيسي. مجيد دآدم خان په چالاکۍ، چې د خپلې ځمکې د کوکنارو للون يې د جانباز په اوږو بار کړی و، ډېرخواشينى شو. رحيمداد له کريم نه ګيله من و چې خارج ته په قاچاقی لار د تګ په برخه کې يې له ده سره يې دقاچاقبرپه ورپېژندلو کې مرسته ونکړه. کريم د پېروز خان په نوم يو قاچاقبر سره لاره لرله چې خارج ته د تګ مينه وال يې دوکه کول او له کريم نه يې وغوښتل چې رحيمداد ورسره مخ کړي.  | | | پېروزخان له کريم نه وغوښتل چې رحيمداد ور وپېژني چې پيسې ورځنې وشکوي. |
اکبرله فتح خان نه غوااخيستې وه خو کمې شيدې يې کولې، زرمينه شکمنه وه چې کيداى شي ناروغه غوايې پرې خرڅه کړې وي. ثمرګل دزرمينې په سپارښتنه غوادڅارويو کلينيک ته بوتلله ، وترنر غوا روغه وګڼله او ويې ويل که چيرې له غواسره ښه سلوک وشي،هم به څربه شي او هم به ډېرې شيدې کوي. |