 | | | ملک آدم خان اخترمحمد ته د ځمکې په بدل کې د پيسو د ورکړې وړانديز وکړخو هغه ونه مانه. |
شفيقې د چينې تر غاړې ښځو ته خپله د سر څرخېدو او د پښې د خوږېدوخبره وکړه او عاطفې دشفيقې د اميدوارېدو مبارکي ورکړه . زلمي چې د شفيقې له خولې د اميدوارۍخبره واورېده ، باور يې ونشو اوګلمکۍ عابدې ته زيرى ور وړى و خو لومړى يې له هغې نه شيريني وغوښـتله. فاطمه د عابدې له خولې د شفيقې له اميدوارۍ نه خبره شوه او له شفيقې نه يې ګيله وکړه چې ولې يې له هغې داخبره پټه کړې وه. ناظر له ګل محمد نه وغوښتل چې زاړه بوټونه يې ورته ټينګ جوړکړي خو هغه يې خبره بابېزه وګڼله، ناظر اړشو چې پخپله د آس نالونه په بوټانو و وهي . ناظر دوسپنې پڼې پښو کړې وې اودبابا اسلم سره يې دخدای پامانۍ په مهال و ويل چې د ماه جبينې په لټه پسې يې اوږده سفر ته ملا تړلې ده.  | | | شفيقې د چينې تر غاړې ښځو ته خپله د سر څرخېدو او د پښې د خوږېدوخبره وکړه. |
ملا او سيدمحمد د جرګې له لارې د اخترمحمد د ځمکې د لانجی حل و فصل کول دملک آدم خان په ګټه وبلل، خو آدم خان ونه منله . ملک آدم خان اخترمحمد ته د ځمکې په بدل کې د پيسو د ورکړې وړانديز وکړ ، خو اختر محمد دخپلې ځمکې په ترلاسه کولو ټينګارکاوه. |