 | | | سيدمحمد دآدم خان اوشمشېرخان دځمکې د لانجې د حل لپاره له ملا نه مرسته وغوښتله. |
د قمبر ګل د سر وېښتان ببر شوي وو ، زرمينې ترې وغوښتل چې په رحيمداد يې دې جوړ کړي خوثمرګل په په قاچاقي لاروپه الله داد پسې بهرملکونوته د رحيمداد دتګ وويل. زرمينه د رحيمداد تګ ته اندېښمنه شوه ځکه چې په قاچاقي لارود ثمرګل تګ ورپه زړه شوچې له ډېرو ناخوالو سره مخ شوی و. آدم خان د سيدمحمد او ګل محمد ترمخ د ځمکې د لانجې د حل لپاره جرګه غوره وبلله خو اندېښمن و چې د جرګې پرېکړه به دده په زيان وي. شمشېرخان وويل پدې شرط به په جرګه کې ګډون وکړي چې پرېکړه په کاغذ وليکل شي او د آدم خان مهر او د ګوتې نښان پرې ولګول شي. سيدمحمد آدم خان په جرګه کې د شمشېرخان له ګډون نه خبر کړخو آدم خان ته ناڅاپه کوم بل ضروري کار ورياد شو.  | | | ګل خان شکريه او سميع الله د ټراکټور له جوړېدا خبرکړل. |
سيدمحمد د لانجې د حل لپاره له ملا نه مرسته وغوښته ، خو ملا ته د ستونزې ټولې خواوې پوره نه وې مالومې. غفار په ګلمکۍ د لارې د سر نه د غټې تيږې د ليرې کېدو او د لارې د خلاصېدو زېری وکړاو ګلخان شکريه او سمېع اله د تراکټور له جوړېدو خبر کړل. |