 | | | رحيمداد له اکبر نه وغوښتل چې مېږې يې د څه مودې لپاره وساتي ځکه دی بهرملکونو ته ځي. |
ثمرګل زرمينې ته د فاطمې ددوا د نه خوراک او د ايډز مرکز ته د نه تګ له ضد کولو وويل، هغه ددې خبرې په اورېدوډېره اندېښمنه شوه . زرمينې ګواښ وکړ چې که فاطمه دارو و نه خوري او د ايډز مرکز ته دمعايناتولپاره و لاړه نه شي ،خپلې پۍ نه وربښي. رحيمداد له اکبر نه وغوښتل چې مېږې يې د څه مودې لپاره وساتي ځکه دی په قاچاقي لارو بهرملکونو ته ځي. اکبر کريم له ګريوان څخه ونيو، ځکه څه موده وړاندې يې پخپل سردسړک په سرغټې تيږي ته باروت ايښي وو او چولې يې وه. اکبر فتح خان ته شکايت وکړ چې کريم د ويالې په اوبو کې غوپه کړی و. فتح خان ګواښ وکړ چې له کريم نه به کسات اخلي.  | | | سيدمحمدکريم ته وويل چې دکوزکلي خلک له کريم نه خپل تاوان غواړي. |
فتح خان وويل ، که کريم د اکبر د پسه تاوان ورنه کړي ، د کوز کلي په بدۍ به واوړي. ښاپېرۍ دې ګواښ اندېښمنه کړه ، خو کريم ټوپک له ځان سره واخيست او له کورڅخه ووت. |