کريم دلويې لارې په سر دراغورځېدلې تيږې د الوځولولپاره کورته باروت راوړل. ښا پير ۍ له رحيم څخه وغوښتل چې د کريم ددې کار مخه ونيسي. کريم او غفار د تيږې لاندې باروت اېښودل خو قمبر ګل دا کار خطرناک وباله چې پدې مهال يو ناڅاپه زوروره چاودنه و شوه. عاطفې د چينې په سر ګلمکۍ او شفيقې ته د چاودنې په وخت کې د کريم د ژوبلېدو د احتمال په باب وېره ښکاره کړه . کريم خوښ و چې په باروتو يې د لويې تيږې يوه برخه ماته کړه خو رحيم د هغوئ دا کار سخت وغانده ځکه کليوالو ته يې دزيان پېښېدو وېره وه. رحيمداد له ثمرګل نه خارج ته له قاچاقي لارودتګ په اړه وپوښتل خو ثـمرګل دا کار له خطر نه ډک او بې ګټې وباله.  | | | رحيمدا د له ثمرګل نه خارج ته دقاچاقي لاروپه اړه وپوښتل خو هغه دا کار خطرناک وباله. |
شکريې فتح خان ته وويل چې غوايې له يوې خوا ښې شيدې نه ورکوي او له بله پلوه دلوشلو په مهال ناکراري هم کوي. خو زرمينه او پلوشه خوښې وې ځکه چې دهغوئ غوا ډېرې شيدې ورکولې اودوئ ترې مستې جوړولې. |