ملا کليوالو ته د روغتيايي کارکوونکو له خولې د ګوزڼ د واکسين ګټې بيان اوترې ويې غوښتل چې دکمپاين په ترڅ کې خپل ماشومان واکسين کړي. ناظر د خپلې يوې مېږې په غاړه کې لاسونه اچولي وو او په کريږو يې ژړل ځکه چې ماه جبينه ترې ورکه شوې وه. هغه له سرورخان نه ګيله من وچې دده د ستونزې په اوارۍ کې يې هېڅ مرسته نه ده کړې. نسيم د ګلالۍ او رابعه ګلې ترمخ د ناظر د کوژدنې ، ماه جبينې ، د کور د پتې د ورک کولو پړه ومنله . هغه نه يوازې ناظر ته يو سوغات ورووړ ، بلکې وعده يې وکړه چې د ماه جبينې د آدرس د پيدا کولو په برخه کې ورسره مرسته هم کوي.  | | | ملا له کليوالووغوښتل چې دګوزڼ دواکسين دکمپاين په ترڅ کې خپل ماشومان واکسين کړي. |
فاطمې خپل زوی،اميد، د ګوزڼ د واکسين لپاره کلينيک ته وړی و، خو مالومه نه وه چې د لارې مزل ستړې کړې وه او که کومه بله خبره وه. هغې له تبې سره د ځان له خوږو هم شکايت کاوه. عابدې له جانداد نه وغوښتل چې دفاطمې د روغتيا په برخه کې دې هڅه وکړي. |