 | | | شکيبا ګلخان او سمېع الله ته وويل چې د غوا پښه د وهلو ټکولو له کبله ماته شوې وه. |
فاطمې څوپرله پسې ورځې د ايډز د ناروغۍ د دوا خوړل پرېښي ووچې له امله يې ناروغه شوه او له ډاکتر نه يې مرسته وغوښته. جانداد، چې د فاطمې له خولې يې د ډاکتر لارښوونه واورېدله، هغه يې د ځان او د فاطمې سرګرداني وګڼله چې فاطمه پدې خبره مروره شوه. فاطمې دايډزمرکزته له تللو ډډه وکړه اوجانداد د خياطۍ په دکان کې ثمرګل ته د فاطمې د ضد کولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. فاطمې د دوا په خوړلو کې هم ضد کړی و او شفيقې ته يې د جانداد له لاسه شکايت وکړ.  | | | ډاکتر فاطمې ته لارښوونه وکړه چې د ايډز د کنترول مرکز ته دې مراجعه وکړي. |
شکېبا خوښه وه چې د غوا ماته شوې پښه يې ماهر کس تړلې وه. هغې ګلخان او سمېع الله ته وويل چې د غوا پښه د وهلو ټکولو له کبله ماته شوې وه. ناظر، سره له دې چې د ماه جبينې د کور د پتې د ورکېدو له امله ډېر ناهيلى و،خو بيا يې هم يو سوغات ګلالۍ ته ورکړ چې سرورخان ته يې وسپاري . |