|
څوارلسم کال : ٤٤ اونۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نوی کور، نوی ژوند: اخترمحمد ګلابشاه ته غوسه و کړه چې د کميسيون په بانه يې دده کار وځنډ ا وه . هغه ګواښ وکړ چې لوړ پوړو چارواکو ته به دده خيانت رسواکړي. ملک آدم خان ډېرې پيسې ګلابشاه ته ور وړې وې ، خو هغه ځکه وانه خيستې چې د اخترمحمد د قوالې د مثنی کار پرمخ تللی و . اخترمحمد سيدمحمد ته د خپلې ځمکې د قوالې د مثنی دډېر ژر ترلاسه کولو خبره وکړه . سيدمحمد هغه ته مشوره ورکړه چې د اسنادو کاپي دې واخلي . لعلباز په شپه کې د يوچا د فرياد او مرستې غوښتنې غږ واورېد او له خپل پلار سره يو ځای يې د هغه مرستې ته ور ودانګل . رحيم سرور ته وويل چې دخپل يقين د حاصلولو له پاره دې د ګلالۍ سره د ولايت روغتون ته د هغې د ايډز د دوهمې معاينې په خاطر لاړ شي . رابيا ګله د ګلالۍ بدمرغه ژوند ته خپه وه خو رحيم ډاډ ورکړ چې ګلالۍ او سرور دواړه د ولايت روغتون ته د ايډز د معاينې لپاره تللي دي . فتح خان وويل چې دکلي مشران دې دده حجرې ته راغونډشي چې د برکلي داوبو نه د برېښنا او ددوی د حقابې د کمېدو په باب يوه پرېکړه وکړي .
مجيد وويل لومړی دې ميرأب وپوښتل شي چې دژرندې اوبوته ډاينمولګول رښتيا دکوز کلي اوبه کموي که نه؟ کريم ځان د برکلي استازی وګاڼه اويوه پاڼه چې د برکلي د برېښنا د جوړولو په اړه وه، بابا اسلم ته ورکړه چې خپله ګوته پکې ولګوي . کريم ښاپېرۍ ته ډاډ ورکړ چې يود ګټې کار يې پيداکړی او ژر به دډېرو پيسو څښتن شي . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||