د سمندر او مجيد کورونه د سېلاب په لوري کې پراته دي او که بل ځل کوم زورور سېلاب راشي ، نو ددوی کورونه به له ځانه سره يوسي . اکبر سمندر ته وويل چې ټولو کليواتو ته ښايي د سېلاب د مخنيوي په خاطر ددېوال په جوړولو کې ونډه واخلی ځکه سېلاب دټولوکورونوته ګواښ دی. زورور باران وريده . زرمينه اندېښمنه وه او له اکبر نه يې وغوښتل چې د سېلاب د مخنيوي په خاطر دې لاس په کار شي . سرور په لومړي سر کې هوډ کړی و چې پخپلو پيسو به ډاينمو اخلي او کلي ته به برق راولي ، خو بياددې هوډ نه واوښت . سيدمحمد د سرورد هوډ د بدلېدو خبره کليوالو ته وکړه . رحيم وعده ورکړه چې په نېژدې راتلونکې کې به په دې برخه کې يو ګام پورته کړي .  | | | اکبر سمندر ته وويل چې ټول کليوال بايد داستنادي ديوال په جوړولو کې ونډه واخلي. |
ناظر نسيم ته وويل چې غوښتل يې د خپلې کوژدنې ديدن وکړي ، نو تيږه يې د هغې د کوټې د کړکۍ په لورګوذار کړه چې پام يې ځان ته راواړوي . له بده مرغه تيږې د ګاونډي د کور ښيښه ماته کړه او دی د ګاونډيانو له خوا ښه وډبول شو . ناظر دفالبين په جامه کې د ماه جبين لاس وکوت ، ورته يې وويل چې د يوه شتمن سړي سره يې کوژده شوې او له واده وروسته دې دهغه هره خبره مني . ناظر حميدې ته بانه وکړه چې ګرېوان يې ځکه څېرې او مخ يې تک شين اوښتی چې د بدمعاشانو سره مخامخ او ډېر زيات ووهل شو .
|