 | | | حميده : " سرور دپخواپه څېر خواشينی دی او اوس يې بل واده ته ملاتړلې ده." |
نوی کور ، نوی ژوند : ګلالۍ چې د ولايت له روغتون نه کور ته راغله له حميدې يې د سرور پوښتنه وکړه. حميدې هغه خواشيني وښود او ويې ويل، اوس يې بل واده ته ملاتړلې ده.ګلالۍ د خپلې وينې د معاينې کاغذ سرور ته وښود ويې وويل چې په وينه کې يې دHIV وايرس نه شته. سرورشک څرګندکړ او دبل واده خبره يې وکړه. ګلالۍ رحيم خبرکړ چې سرور ددې د وينې د معاينې کاغذ ساختګی وباله او په دې بانه غواړي بل واده وکړي . رحيم سرور ته ورغى او ورته يې وويل چې دقناعت دحاصلولو په خاطر دې سرورپخپله دولايت روغتون ته لاړ شي . سرور خپلې خور ښاپېرۍ ته وويل که چېرې د ګلالۍ په وينه کې د HIV ويروس نه وي نو دې بل واده نه کوي. د سربند په کلي کې،جانباز ملک آدم خان ته وويل که په شمشېرخان باندې د ځمکې د خرڅولو په سندونو ډاډه و نو بيا ولې جرګې ته رانغی.  | | | جانباز"آدم خانه ! چې دځمکې په سندونوډاډه وې،ولې دې په جرګه کې ونډه وانه خيستله؟" |
شمشېرخان جرګې ته شکايت وکړ چې اخترمحمد د خپلو ملګرو په ملاتړ دده د فابريکې ديوال نړولی دي . اخترمحمد وويل، دا کار يې ځکه وکړ چې هغه دده په ځمکه کې فابريکه جوړوله ګل محمد جانداد ته وويل ،د ولسوالۍ د بازار دکانداران بايد د خوسا اوبو د ډنډ نه د يوه لښتي کيندلو ته اشر وکړي چې اوبه لويې ويالې ته ورګډې شي. |