 | | | دده بالا اوسيدونکي غواړي چې دده دامان په څېربرېښناولري. |
په برکلي کې کليوال راټول شوي وو ، سيد محمد ويل چې ددامان د کلي په څېر دوی هم بايد د اوبو نه برېښناترلاسه کړي او د لګښت د پاره يې کليوال پيسې واچوي . غفار دا خبره نه منله ، خو سيدمحمد ويل که کليوال ونډه واخلي يا وانخلي هغه به دغه کار ترسره کړي . ها خواپه سربندکلي کې ، شمشېرخان پخپلو کسانو اخترمحمد نيولى و او خپل موټر کې يې د آدم خان دېرې ته ورووست . اختر محمد هغه ځمکه چې شمشېرخان پرې کارخانه جوړوي ، خپله وبلله خو ، آدم خان يې دغه دعوا ونه منله. شمشېرخان له هغوی نه وغوښتل چې پخپلو کې دې دغه لانجه سره حل و فصل کړي او ده ته دې سرخوږی نه جوړوي . له بله پلوه ، عابدې پريګلې ته د خپل بوزغلي د پاڼو د مړاوې کېدو وويل. پريګلې و و يل چې بوزغلی بايدله نېژدې ګوري .  | | | اختر محمد هغه ځمکه چې شمشېرخان پرې کارخانه جوړوي ، خپله وبلله . |
پريګله د عابدې د بوزغلي ليدو ته ورغله او ورته يې وويل ، بوټي سپږۍ وهلي دي . هغې عابدې ته يې لارښوونه وکړه چې د بازار ه دې زراعتي دارو ورته واخلي . عابدې د ولسوالۍ په بازار کې له نسيم نه د زراعتي داروګانو د خرڅلاو ددکان پوښتنه وکړه. نسيم هغه دزراعتي داروګانودکان ته بوتلله. عابده له بازاره راستنه شوې وه او زرمينې ته يې وويل چې د زراعتي داروګانو دکاندار ځکه دارو ورنه کړل چې په مرض اخته پاڼو نښه يې له ځانه سره نه وه وړې . |