 | | | ښاپيرۍ حميدې ته وايي له ګلالۍ سره دې يوځای خواړه نه خوري چې هغه دايډزپه ناروغۍ اخته ده. |
نوی کور، نوی ژوند : ښاپيرۍ سرور ته وويل له گلالۍسره ښه رويه وکړي. سرور وويل: " کيداى شي گلالۍته ايډزلگيدلی وي، اوټوله کورنۍ له خطر سره مخ کړي."دگلالۍ دايډز خبره ښاپيرۍ حميدې ته وکړه او ورته يې وويل ،دلاس پخلی يې مه خوره اوراشه درشه ورسه مه کوه. حميدې هگۍ پخولې،گلالۍ وويل ، هغې خواړه تيارکړي . حميدې وويل دسرورلالا يې هگۍ خوښيږي. گلالۍ په ژړاشوه چې ټوله کورنۍ ورځنې کرکه کوي. عاطفه دښاپېرۍ له خولې خبره شوه چې گلالۍ ايډز ده. عاطفې ايډزساري وباله. ښاپېرۍ وارخطاشوه چې حميدې اوسرورته به هم دامرض ولگيږي. عاطفې رحيم ته وويل چې دسروراوگلالۍ ترمنځ زړه بداوی راغلی اوله هغه يې وغوښتل تر منځ يې روغه جوړه راولي. رحيم له گلالۍنه ددې اوسروردخپگان پوښتنه وکړه. گلالۍ فاطمې ته دولادت ورکول اوله هغې نه يې ځانته د ايډزد لگيدو اندېښنه څرگنه کړه.  | | | پريګله : "په دامان کلي کې يې دژرندې له اوبونه برق تېرکړی دی." |
پريگلې سيدمحمدته وويل په دامان کلي کې يې دژرندې له اوبونه برق تېرکړی دی. سيدمحمد ارمان وکړچې په برکلي کې هم دبرق بندوبس وشي. جاندادگل محمدته وويل ، ددکانونومخې ته يې دخوسااوبو ډنډدی چې ټولوته يې زيان رسيږي. بايده دي ټول دکانداران يې په ګډه دپاکولو غم وخوري.
|