 | | | سرور حميدې ته وايي چې دسرو زرو وښی دې وساتي چې اصلي څښتن يې پيداشي. |
نوی کور، نوی ژوند: ناظر په وښواوبوټوکې خپل ورک شوی د سروزرو وښی لټاوه. کريم ورته وويل: "درواغ وايې وښی به دبل چاوي اوس دې زړه دی چې ځان ته يې ووهې."حميدې ګلالۍ ته وويل چې دسروزرو، وښی يې موندلی.ګلالۍ په اندېښنه وويل هسې نه چې کوم جنجال ترې جوړشي. سرورخان حميدې ته وويل چې وښی دې بېرته کورته يوسي چې څښتن يې معلوم شي بېرته به يې پرې وسپاري. ناظرلړزې تبې نيولی ؤ اوګډې وډې يې ويلې .سرور ملا ته دوښي دموندلوخبره وکړه او هيله يې ترې وکړه چې دجومات په لوډسپيکر کې اعلان وکړي.  | | | ګل محمددخوسااوبو له ډنډنه شېرمحمدته شکايت وکړ. |
ګل محمدزلمي ته دخوسا اوبوله ډنډشکايت وکړ. زلمي وويل چې ټول دکانداران دې په يوه اتفاق دډنډ په پاکولوکې برخه واخلي. ګل مکۍ د شپې مهال غفار ته اوبه راوړې چې ناڅاپه راوغورځيده .لاس يې سخت دردکاوه، غفاروويل هسې نه چې هډوکی يې مات شوی وي. عابدې ګل مکۍ ته وويل چې لاس يې بې ځايه شوى ښکاري. |