BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:11 گرينويچ 2008 ,17 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څوارلسم کال: ٢٥ اوونۍ
ثمرګل او زرمينه
ثمرګل مورته ژړل جاندادداسې انګيري چې زه اوس هم له نشه يي بهادرشاه سره راشه درشه لرم.
نوی کور،نوی ژوند

بي بي ګلې بهادرشاه ته وويل چې دسروزرووښی دې غلاکړی بېرته يې راوړه.بهادرشاه دا توروباله اوله غصې نه يې خپل سرپه ديوال وواهه.

ثمرګل خپلې مورته ژړل چې جاندادله دکان نه شړلی يم.جاندادداسې انګيري چې ګوندې زه اوس هم له نشه يي بهادرشاه سره راشه درشه لرم.

بي بي ګلې ګلاب شاه ته وويل : بهادرشاه به وښی نه وي غلاکړی،ځکه هغه ورځ يې په کلکه انکار وکړ.ګلاب شاه په حيرانۍ وپوښتل: داد وښي غل به څوک وي؟

بي بي ګلې ماه جبين ته تسلي ورکوله چې خاونديې ،ناظر، شتمن دی يوبل دسروزرووښی به ورته واخلي.هغې وژړل اووښی يې دموريادګاروباله.

سمندر ملک آدم خان ته وويل چې خپله رويه بدله کړي،ځکه نه يوازې زومان ،بلکې اکبراوسيدمحمد هم ترې ناراضه دي.

 بي بي ګلې ماه جبين ته تسلي ور کوله چې ناظربه بل دسروزرووښی واخلي

جانبازدلوستلولپاره يوليک شمشېرخان ته راوړ. شمشېرخان چې ولوست نوپه جېب کې يې کېښود او ويې ويل چې ليک په ده پورې اړه لري.جانبازحيران شو.

مجيد له ملک آدم خان نه سرټکاوه. رحيمدادوويل چې دخسر بد دې مه وايه.اکبرمجيد په حقه وباله او زياته يې کړه چې امکان لري خلک له آدم خان سره مړى او ژوندى پرېږدي.

شمشېرخان په غوسه ملک آدم خان ته وويل:که دې دځمکې په خرڅولوکې راسره ټګي برګي کړې وي، داسې غچ به واخلم چې ټول عمربه دې په يادوي.

ملک آدم خان په چالاکۍ سيدمحمدته وويل چې خلک راسره دښمني کوي،که نه زه بد سړى نه يم. سيد محمد په کلکه ورته وويل چې له دښمنيو دې لاس واخلي.

آدم خان او سيد محمد
ملک آدم خان په چالاکۍ سيدمحمدته وويل چې خلک راسره دښمني کوي،که نه زه بد سړى نه يم

فاطمې دډاکټرله قوله جاندادته وويل چې ددې زېږون بايددولايت په عصري شفاخانه کې وشي.جانداد په اندېښنه دموټر اوسرک دنشتوالي خبره وکړه.

زرمينې وويل چې ترڅودفاطمې ماشوم نه وي زېږيدلی ددوئ کره به اوسيږم.اوله ګلالۍ يې هيله وکړه چې دزېږون په وخت کې له فاطمې سره مرسته وکړي.

ګلالۍ داکارخطرناک وباله اوزياته يې کړه چې فاطمه دې خامخادولايت شفاخانې ته لاړه شي.

آدم خان په جرګه کېڅوارلسم کال
درويشتمه اوونۍ
پريګل اورابياګله څوارلسم کال
يووويشتمه اوونۍ
ګل خان اواکبرڅوارلسم کال
شلمه اوونۍ
مجيد اوناظرڅوارلسم کال
نولسمه اوونۍ
پريګل اوغوټۍڅوارلسم کال
اتلسمه اوونۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>