BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:03 گرينويچ 2008 ,11 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څوارلسم کال: ٢٤ اوونۍ
فتح خان ، ګل خان او شکريه
فتح خان له شکېبانه وغوښتل چې ګل خان ته ورغږکړي چې ډوډۍ وخوري.
دنوی کور، نوی ژوند:

فتح خان وپوښتل چې ګل خان ولې ډوډۍ ته نه راځي.شکريې ځواب ورکړچې هغه په دې خپه شوی چې تا،زه اوشکيباله تاسې سره ډوډۍ خوړلو ته پرې نۀ ښودلو.

فتح خان وويل چې زه به يې خوشحاله کړم. هغۀ له شکېبانه وغوښتل چې ګل خان ته ورغږکړي چې ډوډۍ وخوري.

شکريه ډيره خوشحاله شوه چې پرفتخ خان دملاصاحب خبره ښه ولګيدله اوله کورنۍ سره په ګډه ډوډۍ خوړل ثواب ګڼي.

فاطمې دډاکټرخبره عاطفې ته ياده کړه چې له ايډزنه دماشوم دمخنيوي دارو بايدترزېږون درې اونۍ دمخه وخوړل شي.

فاطمې ددارودخوړلوپه هکله د ډاکټرخبره ګلالۍ ته وکړه.

فاطمه او ګلالۍ
فاطمې ددارودخوړلوپه هکله د ډاکټرخبره ګلالۍ ته وکړه.

ګلالۍ داکارګټوربولي وايي چې ستادماشوم دزيږون په باره کې به له ډاکټرصاحب سره مشوره وکړم اوبيابه تاهم خبره کړم.ګلالۍدفاطمې دزېږون په اړه له ډاکټرنه وپوښتل.

ډاکټروويل چې فاطمه ايډزده اودولايت شفاخانه مجهزوسايل لري زېږون يې بايدهلته وشي

ګلالۍ دجانداددوئ کورته راغله اوفاطمې ته يې دډاکټرله قوله وويل چې زېږون يې بايددولايت په عصري شفاخانه کې وشي.

بي بي ګلې صندوق خلاص کړ ګوري چې دماه جبينې دسروزرو وښی نه شته،ګلاب شاه په وېره وويل هسې نه چې بهادرشاه غلاکړی وي.

اکبرخپل زوی ثمرګل جاندادته راوست ويې ويل چې له نشې يې لاس اخېستی بيايې په دوکان کې په شاګردۍ ونيسه .جاندادومنله.

بهادرشاه او ثمرګل
جاندادګومان وکړ چې ثمرګل بياله بهادرشاه سره ملګری شوی دی

بهادرشاه دجانداددوکان ته راغی اوسګرټ يې ولګاوۀ ،ثمرګل يې سګرټ مړ اوبهادرشاه يې په زور له دوکان څخه واېست.

جاندادله لرې داصحنه وليدله ګومان يې وکړ چې ثمرګل بياله بهادرشاه سره ملګری شوی دی . ثمرګل ته په غوسه شو اوله دکان څخه يې وشاړه.

آدم خان په جرګه کېڅوارلسم کال
درويشتمه اوونۍ
پريګل اورابياګله څوارلسم کال
يووويشتمه اوونۍ
ګل خان اواکبرڅوارلسم کال
شلمه اوونۍ
مجيد اوناظرڅوارلسم کال
نولسمه اوونۍ
پريګل اوغوټۍڅوارلسم کال
اتلسمه اوونۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>